اپریل 12, 2021

د څو دلایلو له مخې باید تر واده وړاندې عاطفي اړیکې ونه لرو

Advertisements

کله چې موږ کوژده هم کوو، نو ترې وروسته باید عاطفي اړیکې ونه لرو، ځکه تر واده پوري کېدای شي ځېنې ستونزې پیدا شي د هماغه دلیلونو پر اساس باید له دې کاره مخنیوی وکړو.
کله چې موږ د واده نه مخکې عاطفي اړیکې ولرو، نو ډېر به یو بل پوري وتړل شو یعنې ترمنځ مو وابستګي پیدا کیږي او دا کار موږ ته زیان رسوي ځکه که هغه هر ډول انسان هم وي د وابستګي او تړلتیا له خاطره موږ هیڅ ډول چلند هم یې پام کې نشو نیولای او هر څه زغمو د دې لپاره چې هغه راسره وي.
له واده نه مخکې عاطفي اړیکې اضطراب، اندېښنې او خواشیني رامنځ ته کوي.
ځکه که موږ دا اړیکه ولرو او وروسته مو اړیکې خرابي شي او که وغواړو یو له بله جدا شو، بیا د غچ اخیستو او وجداني عذاب احساس کوو او دا احساس به مو تل ځوروي.
راتلونکې کې همداسې نوري ستونزې هم راته جوړېدای شي او موږ به تل هڅه کوو چې خپله پخوانۍ اړیکه پټه وساتو، ترڅو نورې ستونزې راتلونکې کې راته جوړي نشي.
که موږ ډېر صمیمي شو نو کېدای شي عکسونه هم ولېږو یا فلمونه چې د دې کار څخه باید موږ مخنیوی وکړو ځکه دا کار زموږ په زیان تمامېدای شي.
ځکه که مقابل لوری له لاسه ورکوو، له امله یې بیا نارامه کیږو او خپل ژوند په ارامه نه شو تېرولی. کېدای شي که واده ونه کړو د ټولو منځ کې بدنامه شو.
په عاطفي اړیکو کې سمه پېژندنه نه ترسره کیږي، همدې لپاره باید عاطفي اړیکه یوې خواته پرېږدو. نن سبا اړیکي ډېرې لباسي بڼه لري، نه ریښتنې او سم او موږ نشو کولای په ښه ډول مقابل لوری وپېژنو ځکه انسان پېژندل ستونزمن کار دی.
له واده وړاندې اړیکې درلودل زموږ هیلې او غوښتنې ډېروي چې باید هر څوک له دې کاره مخنیوی وکړي. که موږ عاطفي اړیکې ډېرې ولرو له واده وروسته د ګډې جوړې ترمنځ د بدبینۍ لامل ګرځي او شک او خفګان ترمنځ پیدا کیږي بیا دا اړیکه په سمه توګه مخته نشي تللی.
او که اړیکې مو روغي نه وي یا وروسته خرابي شي حتا د کینې او دښنمنۍ لامل ګرځي، نو د همدې لپاره په کوژده کې باید تر واده خپل ډېر پام وساتو  څو کومه ستونزه جوړه نشي.
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي