ټیکنالوژيکه سیالي؛ فیسبوک بل نوی اپ جوړ کړ

فیسبوک لویې شبکې د تیرې سه شنبې په ورځ پر “انستګرام” یو نوی اپ چې کټ مټ لکه چنایي اپ “ټیک ټاک”  کارول کېږي، پیل کړی دی.
دا اپ اوس مهال د نړۍ پنځوسو هیوادونو په شمول د امریکا متحده ایالاتو  کې فعال او د کارولو لپاره ورکړل شوی دی.
دوی اوس مهال دا مبایل پروګرام یا اپلیکیشن ته د  REEL نوم ورکړی دی.
فیس بوک دا اپ پداسې حال کې فعال کړ، چې د دوی سیال د سافت ویر کمپني “مایکروسافت” اعلان کړی، چې د چینایي ټیک ټاک کمپنۍ سره په خبرو اترو بوخته ده، ترڅو د امریکا لپاره دوی د ټیک ټاک خدامات وپیيري.
شونې ده ،چې دوی به تر پنځلسم ۱۵ د سپتمبر  یوې لويي پریکړې ته سره ورسیږي.
د “رویټرز ” راپور له مخې چنایې کمپني ,بایت ډانس، د نړۍ د ځینو هیوادونو  په شمول د  امریکا د سختو فشارونو لاندي ده، همدا فشارونه د دې سبب شوي چې دوی غواړي مشهور ټیک ټاک وویشي او ځینې څانګې یې پر نورو وپلوري.
کاروباریان وايي ، فیس بوک د “reel ” د جوړولو سره د ټیک ټاک پر وړاندې یوه نوې سیالي پيل کړه، په دې توګه به دواړه کمپنۍ کوښښ وکړي چې امریکایي ځوان نسل ځان ته رامات کړي .
په داسي حال کې چې ټیک ټاک عملاً له دوه کلونو راهیسې د امریکا په مجازي نړۍ کې شته دی.
ټیک  ټاک هغه ټولنیزه شبکه ده چې ټوله نړۍ کې تر ٨٠٠ ملیونو  فعال کارونکي لري او خاص د امریکا په متحده ایالاتو کې د دغې شبکې کاروونکي لسګونو ملیونو ته رسیږي.

د “رویټرز”  راپور په حواله reel په ٢٠١٨ کې  لمړی ځل په ازمایښتي ډول برازیل کې د مجازي نړۍ مینه والو  ته وړاندي شو، بیا ورسته فرانسه ،جرمني او هندوستان کې هم وازمایل شو .
یاد هیوادونه د چین نه ورسته د ټیک ټاک ډېر کارونکي هیوادونه شمیرل کیږي .
هندوستان تیره میاشت، کله چې د چین سره په یوه سرحدي شخړه واوخت؛ پر ټیک ټاک یې بندیز ولګاوه.
په ورته وخت کې reel بیا خپل اپلکشن کې داسي پروګرامونه فعاله کړل چې د ټیک ټاک کارونکي وکړای شي د خپلې خوښې سندرې او ویډیوګانې reel ته را انتقال کړي.
د  reelپه دا کړنه د ټیک ټاک مسؤل مدیر غوصه راوپاروله، او وه یي ویل، چې “رئیل” زموږ  د اپلیکیشن کاپي ګیټ دی.
هغه زیاته کړه چې یو ځل مخکې هم فیس بوک یو بل اپلیکیشن د «لاسو» په نوم چې زموږ کاپي ګیټ وو، جوړ کړی و، چې ناکامه شو .
د امریکا کانګرس کې هم  ځینو  حقوق پوهانو ستره امریکايي کمپنۍ لکه فیس بوک په دې تورنه کړې ده،  چې د ټيکنالوژۍ په پراخ مارکیټ کې دوی د فشاره کار اخلي او غیر سالم رقابت کوي .
تیره سه شنبه د انستګرام د تولیداتو مسؤل مدیر  “وشال شاه” په یوۀ ویډویي مرکه کې وویل، چې reel زموږ د حلقه نوي اپلکشن دی او  زموږ د تنې یوه څانګه ده، چې دې حلقه کې انستګرام ،فیس بوک او نور اپلیکشنونه هم شامل دي.
هغه زیاته کړه چې اوس انستګرام هم د  reelپه اعلاناتو او مشهورتیاو مصارف کوي یا پیسې پرې ګټي.
انستګرام اوس مهال د انلاین لویو ستورو نه د reel د مشهورتیا په موخه ګټه اخلي او د دوی په زریعه غواړي د ځوانانو فکر د ځان ته راواړوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب