په هند کې د چین پر مشهور ترینه ایپ ټک ټاک د بندیز لګولو وروسته د انځورونو خپرونکي ایپ انسټګرام د ټک ټاک ورته يو بل اپ “ریلز ” بازار ته وړاندې کړ.
انسټګرام خپل ټک ټاک ‘فیچر ‘ریلز ‘ تیر کال برازیل کې وړاندې کړ، چې وروسته له هغې فرانسې او بیا جرمني کې هم وړاندې شو.
پدې فیچر کې به د انسټګرام مینوالو ته د ټک ټاک په څېر د موسیقۍ اسانتيا وي، چې کاروونکي پکې ۱۵ ثانیي ویډو جوړولای او خپرولای شي.
اوس کمپنۍ دا فیچر برازیل، جرمني او فرانسې نه وروسته په هند کې داسې مهال وړاندې کړ، چې د هند حکومت د ټاک ټک په شمول ۵۹ نور چینایي ایپليکشنونو باندې بندیز ولګاوه.
د یادولو ده، چې په دې وروستيو کې د هند په ‘ګلوان ‘ سیمه کې چینایي ځواکونو د هند پر سرتېرود برید او ورته د مرګ ژوبلې اړولو وروسته د خلکو منفي غبرګون راپاريدلی چې د همدې غبرګون په ترڅ کې پر دې چینایي اپ بنديز ولګول شو.
هغه ایپليکشنونه چې د هند مرکزي حکومت چې بلاک کړي، په کې مشهور ویډو خپرونکی ایپ ټک ټاک، یوسي براؤزر، سي ایم براؤزر، بیوټي پلس او نور شامل دي.
ادم سمېټ: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه سرتېرې نه وباسو
Advertisements د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ ویلي داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي. سمیټ ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي