افغانستان اقتصاد بریا او پرمختګ سرسکالو

د خواف-هرات د رېل پټلۍ درېیمه قطعه ګټې اخیستنې ته چمتو ده

راپور: نسیمه محمدي

د دولتي ادارو یو شمېر چارواکو پرون جمعه د خواف-هرات رېل پټلۍ د ګټې اخیستڼې له وروستي پړاوو لیدنه وکړه.

د اسپوتنیک په حواله، سید عبدالوحید زاهد قتالي د هرات ولایت والي د رېل پټلۍ د ملي ادارې له معین او یو شمېر دولتي چارواکو سره د دغه کرښې له ورستي پړاوو لیدنه وکړه او د دغه بنسټیزې پروژې اقتصادي ګټې او اهمیت له پام نه غورځوونکې ووبلل.

د هرات ولایت مالي او اداري مرستیال ډاکټر نور احمد حیدري، چې د پرانست‌غونډې د سیمه‌ییز کمیسیون مسوولیت په غاړه لري، د پاتې ټاکل شوي وخت د پوره کېدلو لپارت د سیمه‌ییزو ادارو جدیت څخه ډاډ ورکړ.

د هېواد د رېل پټلۍ د ملي ادارې معین وايي، د درېیمې قطعې د پرانستنې سره سم به، د څلورمې قطعې د جوړولو چارې هم پیل شي.

نوموړي وویل:

” د خواف-هرات رېل پټلۍ د پرانستلو سره به، هرات د هېواداو سیمې د رېل پټلۍ په څلور لارې بدل شي.”

د یادونې وړ ده، چې څلورمې قطعې لومړی پړاوو رېل پټلۍ د ۴۳ کیلو مټره په اوږدوالي د روزنک – پریانو.رباط پورې د ۵۸ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړېږي.

د څلورمې قطعې دویم پړاوو پټلۍ د پریانو رباط څخه تر هوايي ډګر د ۶۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي. د دغې رېل پټلۍ څخه د ترانزیتي او بار وړلو ترڅنګ، د لېږد رالېږد او مسافرو د انتقال لپاره هم، ګټه اخیستل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ