فبروري 28, 2021

هلمند: د وسلوالو طالبانو له خوا ويجاړ سوی سړک افغان ځواکونو بيرته ورغوی.

خبريال: مدثر دعوت
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې افغان ملي پوځ د وسلوالو طالبانو له لورې ۳ کيلومتره ويجاړ سوی سړک بيرته ورغوی.
د هلمند د والي او د ۲۱۵ ميوند قول اردو په خبرپاڼو کې راغلې چې د ۲۱۵ مينوند قول اردو د انجنيرۍ کنډک پوځيانو هغه ۳ کيلومتره سړک بیرته رغولی چې کابو دوه کلونه وړاندې د وسلوالو طالبانو له لورې په بمونو او د بلډوزرونو په واسطه له منځه وړل سوی وو.
https://m.facebook.com/story.phstory_fbid=3011907932222626&id=1519350311478403
د هلمند والې تورن جنرال محمد ياسين خان پر خپلې فيسبوک پاڼې د ياد سړک د بيرته پرانيستني خبر ورکړی او ليکلي يې دي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو ژوند ژغوري، ولسونو ته د سولې او ثبات په لټه کې دي او د پرمختګونو لپاره ورته لارې هواروي.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=529194834459297&id=175101299868654
د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده اړوند د کوفکې په سيمه کې دا سړک په خورا بنسټيز ډول جوړ سوی وو خو تر ورانيدو وروسته ورباندي د تګ راتګ امکان او اجازه نه وه.

ياد سړک د لښکرګاه ښار سره د نهرسراج ولسوالي، همدارنګه د هرات او کندهار عمومې لار نښلوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ