سور رنګ او جذابیت؛ ښځې یې ولې د نارینه وو د خپلولو لپاره کاروي؟

سور رنګ ته د مینې رنګ وایي. ویل کیږي، چې ډېر ځله ښځینه د نارینه وو د جذبولو ان د جنسي تحریک لپاره یې له دغه رنګ څخه استفاده کوي.
د جنسي لارښوونو په اړوندو ځینو سپارښتنو کې خو دا سپارښتنه هم شوې، چې ښځینه دې د خپلو ژوند ملګرو د تحریکولو لپاره د خوب پر وخت له سور رنګه لباسونو څخه ګټه واخلي.
د مینې په ورځ( ولینټاین) کې هم له سور رنګه ډالیو، پوکڼیو او نورو څخه زیاته استفاده کیږي.
په ټوله کې سور رنګ د مینې او جذابیت رنګ ګڼل شوی.
خو ولې سور رنګ؟
دا رنګ ولې د مینې او نارینه تحریکولو رنګ دی؟
په دې اړه به په همدې مطلب کې بحث وکړو.
رواني څېړنې
رواني څېړنې ښيي، چې سور رنګه خلک نسبت نورو ته خلک زیات ځانته جذبولی شي.
یانې هغه خلک، چې په رنګ کې یې سره ماده زیاته ده، نسبت نورو خلکو ته پر خلکو زیات تاثیر غورځوي او ځانته یې جذبوي.
د رواني څېړنو له مخې سور رنګ له زړه سره خاصه رشته لري او کولای شي زړونه ځانته جذب کړي.
روان پوهان وایي: لکه څنګه چې ورزش او نور درانه تمرینونه انسان ستړی کوي او رنګ کې یې سره ماده زیاتوي، همداسې دغه سور رنګ د انسان په وجود کې جنسي تحرک زیاتوي او د ویښتیا سیګنالونه ورکوي.
ښځې او سور رنګ
د ښځو په اړه څېړنو ښودلې، چې د حمل اخیستو په ورځو کې یې د وینې استر وژن لوړیږي او په رنګ کې یې سور والی زیاتیږي.
دا بدلون نارینه وو ته نه محسوسیږي، خو په عام ډول په ښځو کې له حمل اخیستو سره دا بدلون رامنځته کیږي.
د دې ترڅنګ ویل کیږي، چې له ۱۰ زرو کلونو راهیسې ښځینه خپلې شونډې سرې کوي.
د دې کار دلیل دا ښودل شوی، چې نارینه وو ته سور رنګ زیات جذابیت لري، ځکه خو ښځینه دغه رنګ ته زیاته توجه کوي.
نارینه او سور رنګ
څېړنو ښودلې، چې سور رنګ تر بل هر رنګ نارینه زیات جذبوي.
دغه رنګ کولای شي په مختلفو برخو کې تاثیر ولري. دا رنګ که د سینګار لپاره ښځې کاروي، که یې د جامو لپاره یا بل څه لپاره، نارینه په هر حالت کې جذبولی شي.
نارینه هغو ښځو ته د پر ځان باورو ښځو په سترګه هم ګوري، چې دغه رنګ زیات خوښوي او مینه ورسره لري.