سپورټ

په وزن پورته کولو کې د ټولې اروپا اتله مسلمانه شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ټولي اروپا په سطحه د وزن پورته کولو ښځينه لوبغاړې ربکا کوها وروسته له هغه د خپل ورزشي مسلک سره مخه ښه وکړه، چې مسلمانه شوه.

هغې پر خپل انسټاګرام ویلې، چې د اسلام په مبارک دین مشرفه شوه او له دې وروسته به نور د اسلامي حجاب مراعتولو په موخه د وزن پورته کولو په سیالیو کې ګډون ونکړې.

هغې لیکلي:

«ملګرو! ما نن د خپل ژوند په اړه یوه لویه پرېکړه کړې، زه وار له مخې درته وایم، چې په دې پرېکړي زه ډېره خوشحاله یم او باور لرم، چې صحي کار مي کړی. زه ستاسو څخه یوازینی کال احترام غواړم، که څوک د خبرو لپاره څه ویل نلری کولای شي زما له صفحې څخه لاړ شئ. نن زما لپاره یوه خاصه ورځ ده، چې زه مسلمانه شوم او د ماپښين ۳:۳۵ مي د شهادت کلیمه وویله. لکه څنګه چې زه مسلمانه شوې یم، نور له تاسو څخه هیله کوم، چې زما پخواني انځورونه خپاره نه کړئ. د خدای ج شکر اداء کوم.»

ربکا کوها د ریو ۲۰۱۶م کال په سیالیو کې څلورمه لوبغاړې، د ۲۰۱۷م اناهایم امریکا په سیالیو کې اتله او د ټولې اروپا په سطحه په ۵۸ کلیو ګرام وزن کې اتله پېژندل شوې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ