Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

دا عادتونه مو په ژور خپګان اخته کوي

  • ژباړه: نسیمه محمدي

یقیناً ځينې عادتونه د ژوند کیفیت زیانمنوي او له نورو سره د غوره چلند اجازه نه درکوي. ښه ده هر څه ژر د ژوند د سبک د اصلاح لپاره اقدام وکړئ، چې له ژور خپګان څخه لرې اوسئ. دلته څو عادتونه چې د ژور خپګان لامل کېږي ترې یادونه کوو.

  • بازاري او تولید شوي خواړه

یو پاکټ چېپس یا برګر شاید خوندور او له سر درد پرته تر سترګو شي، مګر د دې ډول خوړو ډېر خوړل زیان لرلی. څېړنې ښيي چې د پاکټي او بازاري خوړو او ژور خپګان ترمنځ تړاو شته. هر څو چې مو خواړه صحي وي لږ به په ژور خپګان اخته شئ.

  •  زیات وخت یوازې اوسئ

که څه هم څو ساعتونه خلوت او یوازېتوب ډېرې ګټې لري او د ذهن تازه‌والي او د روح او روان له آرامۍ سره مرسته کوي، خو ډېر یوازېتوب د روغتیا لپاره ناوړه پایلې لري او د ژور خپګان لامل ګرځي. هڅه وکړئ له دوستانو سره با کیفیته او غښتلې اړېکې ولرئ او انرژي واخلئ. هر کله چې له نورو سره اړیکه نیسئ او تعامل کوئ، د عاطفي او هیجاني پلوه چارچ اخلئ او له خپګان څخه واټن اخلئ.

  • تل په ټولنیزو شبکو کې مصروف یئ

دا ورځې زیاتره له زموږ څخه په مجازي نړۍ کې ډوب او ځیرک موبایل، تبلېټ، لپټاپ او ټلويزیون سره بوخت یو او ۲۴ ساعته له مو له دې ابزارو سره تېرېږي. کارپوهان وايي زیاتره وګړي په یوه وخت له څو ارتباطي ابزارو سره مصروف وي، مثلا ټلویزیون ګوري او ورسره ټولنیزې پاڼې ښکته پورته کوي.

څېړنې ښیي چې دا حجم د مغز لپاره مضر دی او په فرد کې د افسرده‌ګۍ د نښو د ښکارېدلو سبب ګرځي. هڅه وکړئ د ټولنیزو شبکو کارولو لپاره حدود وټاکئ او پرې پابند اوسئ.

  • له منفي خلکو سره وخت تېروئ

د دوستانو، رییس او همکارانو… له لوري منفي او منتقدانه نظرونه مو خپه او غمجنوي. له منفي خلکو سره ډېر وخت تېرول مو د خپګان له ګواښ سره مخامخ کوي. هېڅوک نه خوښوي، چې نور له دوی سره ځورونکې خبرې او ځېږ چلند وکړئ. هغوی چې منفي انرژي در لېږدوي، د سر خوږي سبب مو ګرځي او ستاسې په ټاکنو او پرېکړو اغېز ښندي. تاسې هغوی ته، چې مرسته کوي اړتیا لرئ، نړۍ ته په مثبت لید ورګورئ چې حال مو ښه شي.

  • طبیعت ته پناه نه وړئ

ښاري ژوند، ټرافیک، فسټ فوډ خوړل، کاري بوختیاوې ټول د روح او روان لپاره د څټکونو په څېر دي. موندنې ښیي چې په لویو ښارونو کې ژوند د ډېر فشار او روحي ناروغیو، خصوصاً له ژور خپګان سره ډېر مرتبط دي. د لویو، شور او زوږ لرونکو ښاورنو اوسېدونکو ته اړینه ده، هر څه وخت وروسته یو ځل طبیعت او ښېرازه ځای ته پناه یوسئ او تازه سا واخلئ. د ګلانو او بوټو آرام بښونکی اغېز د ټولو لپاره ښکاره دی. که د دې فرصت هم نه لرئ چې کله د طبیعت زړه ته لاړ شئ، لږ تر لږه د شاوخوا چاپېریال مو شین او ګلان وساتئ، چې ننداره او پالنه یې تاسې ته آرام دروبښي او عصبي نارامۍ مو کمې کړي.

  • د شپې تر ناوخته ویښ یئ

حتماً مو اورېدلي چې سهار وختي ویښ شئ، چې بریالي اوسئ. علمي څېړونکو هم ثابته کړې هغوی چې د شپې ناوخته ویده کېږي، په ځورونکو او منفي فکرونو ډېر اخته کېږي او د ورځې په جریان کې چلند یې د ژور خپګان احتمال زیاتوي. برعکس، هغوی چې د شپې وختي ویده کېږي، لږ منفي افکار لري. ویې آزمایئ او همدا نن شپه یو ساعت وړاندې خوب ځای ته لاړ شئ چې اغېز یې ووینئ.

  • ځای پر ځای او بې حرکته یئ

ډېر وخت لپاره د ټلویزیون په وړاندې غځېدلي یئ یا د نورو الکترونیکي وسایلو سره مصروف یې، چې  هم مو جسم ته صدمه رسولې او هم مو روح او روان ته. د بدني کړنو ترسره کول، حتا د کور معمولي چارې کولای شي د ژور خفګان چانس کم کړي. کله چې د فزیکي اړخه فعال یئ، مغز مو ښه هورمونونه لکه اندروفین ترشح کوي، چې د ژور خفګان حس له تاسې لرې کوي.

په تمه مه پاتېږئ چې بل کس تاسې ته مهالوېش جوړ او د فزیکي فعالیت زمینه برابره کړي. پخپله لاس په کار شئ او د ورځې ساعتونه د چارو ترسره کولو لپاره ووېشئ، د پلي تګ، د کور چارو، له ملګرو سره د خبرو وخت، د خیر ښېګڼې چارو ترسره کول او د خوښې وړ لوبو او تفرېح ترسره کولو لپاره وخت ټاکل، ټول هغه تحرکي چارې دي، چې تاسې هڅوي او د روح او فکر د روغتیا ضمانت کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: