سپورټ کرکټ

شپږيزه: د بست په وړاندې د بند امير د بريا ۵ لاملونه

لیکنه: مدثر دعوت

ليکوال: مدثر دعوت

بند امير نن بست ته د ۷۶ منډو په توپير ماته ورکړه.

د بند امير ښامارانو او د بست ساتونکو تر منځ خورا مهمه لوبه ترسره سوه چې په بایللو سره يې بست د شپږيزي لېګ څخه ووتی.

دا دويم پړاو کواليفاير لوبه وه او بند امير ددې لوبې ګټلو پخاطر سبا ماسپښين يوه بجه د ميس عينک سره نيمه پايلوبه کوي.

راځئ پدې وږغېږو چې ولې نن بست دا مهمه لوبه بايلوله او کوم لاملونه وه چې بند امير بريا ترلاسه کړه.

۱_ د ټاس اړوند پرېکړه

نن ګلبدين نائب د لوبې پچه وګټله او اصغر افغان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

په عموم کې د هر ليګ وروستۍ لوبې خورا فريشر لري نو ځکه هره لوبډله تر ډېره کوښښ کوي چې د ټاس په ګټلو سره توپوهنه وکړي او مقابل لورې ته يو چلنجي هدف وټاکي.

خو ګلبدين نائب او نوروز منګل ته نن د توپ اچوونې پرېکړه د قناعت وړ وه، پداسې حال کې چې اصغر افغان د ټاس د ترسره کولو وروسته وويله چې کچېرې موږ ټاس ګټلی وای نو توپوهنه مو انتخابوله چې د بند امير روزونکی رئيس احمدزی هم د ګلبدين نائب د پرېکړې خوښ برېښېدی.

۲_ د عثمان غني او حضرت ځاځي ښه پيل

عثمان غني او حضرت ځاځي د بست د بريدګرې توپ اچوونې په وړاندې تر پاورپلې وروسته هم د غلط شاټ هڅه ونکړه او ريسک يې وانخيستی.

دواړو اوپنرانو لوبه روانه ساتلې وه او په هر اوور کې يې د اړتيا وړ منډي کولې، د دوی دواړو ملګرتيا د نهم اوور په لومړي توپ د عثمان غني په ويکټې سره ماته سوه،پداسې حال کې چې دا وخت بند امير ۷۴ منډي درلودې او عثمان غني ۴۲ منډي کړي وې.

۳_ د اصغر افغان او ابراهيم ځدران ملګرتيا

په دوولسم اوور کې حضرت ځاځی هم د وقار الله له لورې په ۴۹ منډو وسوځېدی چې دا مهال د بند امير منډې ۱۱۴ وې.

وروسته د اصغر سره د ملګرتيا لپاره ابراهيم ځدران لوبغالي ته راکښته سو، او د لوبې رنګ يې بدل کړ.

د اصغر او ابراهيم ملګرتيا د لومړۍ پاړۍ تر وروستيو شېبو وه .

په وروستيو ۴ اوورونو کې چې د ګلبدين نائب،کريم جنت او سيد شېرزاد له لورې ترسره سوه اصغر او ابراهيم ورباندې ۸۵ منډي ترلاسه کړې چې هدف يې ۲۳۳ منډو ته ورسوی.

۴_ د اصغر افغان بريدګره توپوهنه

د روان پړاو شپږيزې لېګ په هغه لوبه کې چې کله بست او بند امير لومړي ځل لپاره سره مخامخ سوه، اصغر په ۲۷ توپونو ۵۵ منډي وکړې، ۶ څلوريزي او ۳ شپږيزي يې ووهلې.

خو نن یې تر هغې لوبې لا په جوش او ولولو توپوهنه ترسره کړه او دبست ټول توپ اچوونکي يې سرګردانه کړه.

د وروستيو اوورونو تر ټولو ډېرې منډې اصغر افغان وکړې او عثمان غني ورسره ملګرتيا ساتله.

نوموړي نن ۷ شپږيزي او ۶ څلوريزې ووهلې چې په ۳۹ توپونو يې ۹۵ ناسوځېدلي منډي وکړې.

نن اصغر فوق العاده کريکټ نندارې ته وړاندې کړ.

۵_ د بند امير توپ اچوونه

بست د ۲۳۳ منډو هدف په تعقيب داسې پيل وکړ چې ګواکي په زغم او باور سره د لوبې د ګټلو تکل لري.

د عمران جنت تر رن اوټ وروسته کريم جنت لاهم پدې تکل وو چې هدف ته به ځان رسوي خو وقار سلامخېل د بست دا هيله هم ور مړاوې کړه او په ۶۰ منډو کې عمران جنت وسوځېدی چې دا مهال بست ۹۷ منډې درلودې او ۲ لوبغاړي يې سوځېدلي وه.

د شفيق الله غفاري،منيراحمد کاکړ،احسان الله جنت او ګلبدين نائب تر ويکټو وروسته بست ۱۰۷ منډې درلودې،ياني بست د لسو منډو په منځ کې ۴ لوبغاړې له لاسه ورکړي وه.

وقار سلامخېل او ميرويس اشرف هغه توپ اچوونکي وه چې د بست د توپوهونکو ملا يې ورماته کړه او ټوله لوبه يې خپل په لاس کې واخيستله.

نن ميرويس اشرف په ۴ اوورونو کې ۱۴ منډي ورکړې او څلور لوبغاړي يې وسوځوله، همدارنګه وقار سلامخېل په څلورو اوورونو کې ۲۵ منډي ورکړې او ۴ ويکټي يې ترلاسه کړې.

نن د توپوهنې او توپ اچوونې په برخه کې د بند امير ښامارانو غوره کريکټ ترسره کړ او د راروانو لوبو لپاره يې لوبډلو ته د خطر زنګ ووهی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ