سپورټ فوټبال

فوټبال: ریال ماډریډ نور هم ځان اتلولۍ ته نږدې کړ!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۵مي اونۍ په لوبو کې ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د ډیپورټيو الاوز په وړاندې میدان ته کښته شوه.

یاده لوبه ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې ۲ ګولونه پر ۰ د الاوز څخه وګټله.

د ریال ماډریډ لپاره په یاده لوبه کې لومړۍ ګولوهنه کریم بنزما د لوبې په ۱۱مه دقیقه کې د پینالټۍ په واسطه او دوهم ګول بیا مارکو اسینسیو د لوبې په ۵۰مه دقیقه کې وواهه.

په یادي بریا سره ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې د لالیګا لیګ اتلولۍ ته ځان نژدې کړ.

دا لوبډله اوس د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کې د ۸۰ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای لري او د بلې نامتو لوبډلې بارسلونا څخه ۴ نمرې مخکې ده.

په لالیګا لیګ کې اوس ریال ماډریډ او بارسلونا دواړو ته درې ـ درې لوبې پاتې دي.

بارسلونا لالیګا لیګ کې ۳۶مه لوبه نن شپه ۱۰ بجې د ریال والاډولیډ په وړاندي، ۳۷مه لوبه راتلونکې پنجشنبه ۱۱:۳۰ بجې د اوساسونا په وړاندي او په لالیګا لیګ کې به بیا خپله وروستۍ او ۳۸مه لوبه د رواني جولای میاشتې په ۱۹مه نیټه د الاوز په وړاندې ترسره کړي.

ریال ماډریډ فوټبال لوبډله بیا د اسپانیا لیګ په سیالیو کې خپله ۳۶مه لوبه راتلونکې دوشنبه ۱۲:۳۰ بجې د ګراناډا په وړاندې، ۳۷مه لوبه راتلونکې پنجشنبه ۱۱:۳۰ بجې د ویاریال په وړاندې او د ۳۸مه لوبه به بیا د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه د لګانس په وړاندې ترسره کړې.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ