څنګه رښتیني مینه وپيژنو؛ دلته یې څو نښې درته وایو

  • ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري

ځینې وخت د رښتیني مین او کاروباري مین ترمنځ توپیر ستونزمن کېږي. موږ له مینې انکار نشو کولی، ځکه اوس ډېری ځوانان او پېغلې مینېږي او څوک پکې دوکه هم شي، خو ښه کار دا دی چې مینه یوازې ساتېری ونه ګڼل شي، بلکې د واده په پار مینه وشي او له هر ډول بدلاریو ځانونه وژغوري. د دې لپاره چې رښتینی مین وپېژندلی شو دلته یې څو نښې درښیو چې په هغه کې راڅرګندېږي.

  • ډېر په ځیر درته ګوري: هغه چې کله تاسو ته ګوري، داسې په ځیر درته ګوري چې ته وا تر تاسو ښکلې نجلۍ هېڅ نشته. ان کېدی شي وهم وایي چې زه باور نشم کولی چې تر تاسو بله ښایسته دې هم وي، خو پام چې په دې ستاینه کې غرایز ښکېل شوي نه وي.
  • ستاسو خوښي غواړي: رښتینی مین له خپلې مینې څه غواړي نه، بلکې اخري هڅه کوي چې تاسو ته یو څه درکړي. کوم څه چې در ډالۍ کوي یوازې مادي ارزښت نه لري، یوه نړۍ احساسات پکې درکوي. هغه تل هڅه کوي او هیله لري چې تاسو خپلو ارمانونو ته ورسېږئ.

  • تاسو یې د ژوند په لومړیتوبونو کې لومړنۍ یاست:  هغه خپله ټوله هڅه کوي چې د ورځنیو چارو او ټولو بوختیاوو تر څنګ تاسو ته لږ وخت ځانګړی کړي. یانې پلمې نه کوي چې ولا سرګردانه یم.

  • هغه له تاسو سره د ګډ ژوند جوړولو پلانونه جوړوي:  مین نارینه له خپلې مینې سره خپل راتلونکی انځوروي. هغه د خپلې مینې احساسات، غوښتنې، ذوق او تمایلات ټول پېژني او هڅه کوي سم پرې پوه شي. ښایي په ژبه ونه وایي، خو هرومرو د عمل ډګر ته وځي.

  • هغه په تاسو کې هغه څه لیدی شي چې نور یې نه ویني: مین نارینه ستاسو ټولې کړنې ګوري او پوهېږي چې نورو خلکو سره څه ډول اړیکې ساتئ. څه ډول خپل احساسات بیانوئ. ستاسو شخصیتي ځانګړنو ته پام کوي. یوازې ستاسو ظاهر سره مینه نه کوي، ستاسو باطن یې هم خوښېږي. کوم ښه عادتونه چې لرئ تل یې د پیاوړتیا هڅه کوي او کمزوري کېدو ته یې نه پرېږدي.

  • رښتینی مین ستاسو ملاتړ کوي: دا یې ډېره اړینه نښه ده. ډېری نارینه له شخړو ځانونه ساتي، خو که رښتینی مین پوه شي چې په شخړه کې یې مینه ښکېل ده, پرته له وېرې ځان خبرو ته وراچوي او مقابل لوری په نظر کې نه نیسي چې څوک دی. له تاسو ملاتړ کوي او درته ثابتوي چې درباندې مین دی.

  • رښتیني احساسات یوازې تاسو ته ښکاروي:  نارینه هڅه کوي خپل هغه احساسات پټ کړي چې نور خلک یې د کمزورۍ د ټکي په توګه پکې ونه پېژني. کله چې یو کس مین شي خپل کلک شخصیتي دېوالونه ړنګوي او خپله مینه نه پټوي. هغه چې تاسو ته د مینې اظهار کوي, یانې پر تاسو باور کوي چې درته وایي.

  • هغه له هر څه درته تېر وي: په مینه کې انسان فکري بلوغ ته رسي او رښتینی مین خپلې مینې ته هر ډول سرښندنه کولی شي.

  • غوږ درته نیسي: مېرمنې ښې اورېدونکې وي او نارینه نه ؛ خو چې کله نارینه مین شي، بیا ټول غوږ غوږ وي د خپلې مینې خبرو ته. کله مو چې پام شو چې  ښه په غور غوږ نیسي او سم ځواب درکړي، په مینه یې مه شکمن کېږئ.

  • ستاسو په خپلولو کې نه په شا کېږي:  مینه له خنډونو او ربړو پرته امکان نه لري. رښتینی مین هېڅکله د خپلې مینې لاسته راوړلو کې په شا کېږي نه. هغه تسلیمېږي نه او مینه نه خوشې کوي.

  • مین نارینه تل مشورې غواړي: که ډېر وړوکی کار هم کوي یو ځل خپلې مینې ته هرومرو وایي چې داسې یوه اراده لرم ستاسو نظر څه دی، ان د موټر پېرلو پر وخت د رنګ ټاکنه خپلې مینې ته پرېږدي، نور خو پرېږده.

  • پر تاسو ویاړي: هغه ستاسو پر وړتیاوو ویاړي او خوشحاله کېږي. هغه ستاسو کړنې ستایي هم.

  • هر هغه کس ته درناوی کوي چې پر تاسو ګران وي: رښتینی مین نارینه هر هغه کس ته ارزښت ورکوي چې مینې ته یې ارزښتمن وي.

  • له تاسو ځان لري کولی شي:  کېدی شي تر یو څه وخته له تاسو ځان لرې وساتي، یوازې د دې لپاره چې ستاسو پر وړاندې خپل احساس وارزوي او ځان پوه کړي چې کوم بدلونونه پکې راغلي دي.

  • ستاسو موسکا یې خوښه وي: هغه غواړي تل ستاسو موسکا وویني.  په ارامۍ او صمیمیت خبرې درسره کوي. ستاسو موسکولو په پار هر څه کولی شي.

  • خپلې ژمنې پوره کوي: مین نارینه هره هغه ژمنه پوره کوي چې درسره کړې یې وي.  هغه دا نه خوښوي چې تاسو د یو دروغجن او بې ثباته انسان سوچ پرې وکړئ.

  • تاسو اغېزمنوي: د دې په پار چې خپل احساس درته څرګند کړي، کله کله غوسه کېږي او داسې یو ساده کار ترې وخېژي چې خپله ورته حیران شئ، یوازې د دې لپاره چې ستاسو پام ځان ته واړوي.

ښه دا ده چې تر واده دمخه هېڅ مینه ونه شي، که وشوه، خبره سره مالومه کړي. که د نکاح یا واده امکانات وو، خو ښه به وي چې ژر اقدام وکړي. که واده شونی نه و، اړیکې پرې او د ژوند تر پایه سره لرې شي، ځکه که یو بل وویني، له دیني، فرهنګي، روغتیایي او اروایي پلوه سخت زیانمن کېږي. هوښیاره نجلۍ به د هرې لېوالتیا ځواب کې د نکاح امکان لټوي چې نه وو، ځان دې ترې ساتي. هېره دې نه وي چې زموږ ټولنه مذهبي ټولنه ده او د هلک و نجلۍ هر ډول اړیکې ناشرعي وي او د ګناه مقدمات برابروي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي