ټولنیز ژوند ژوند بڼه

رښتنینولي او ښیګڼې یې

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

الله پاک رښتیني وګړي خوښوي. (ابو سعید ابو الخیر)

هغوی چې رښتیني وي په نړۍ کې له چا نه وېرېږي. (میشل سروانتس)

د انسانانو لپاره له رښتینولۍ پرته بله ستره ښکلا نه شته. (فون براون)

هغوی چې ځانته رښتیني نه وي، نو هېڅ چا ته رښتیني کېدای نه شي.
(زکریاي رازي)

رښتینولي ذاتي او ارثي نه ده، بلکې اکتسابي ده. (اندره موروا)

د واده بنسټ پر دوه اصلونو ولاړ دی،محبت او رښتنینولي.
(ګابریل ګارسیا مارکز)

حق پېژندل او وفاداري یعنې د رښتینولۍ ځواب په رښتینولۍ سره ورکول. (پاسکال)

د رښتینولۍ ستره درجه په مور کې وپلټئ. (لویې پاستور)

رښتینولي هغه درس دی چې مور او پلار یې لومړی اولادو ته ور زده کوي.
(شوپنهاور)

په هغه ټولنه کې چې رښتینولي نه وي، له منځه تلونکې ده. (سقراط)

د رښتینولۍ ستره پایله د وجدان سکون دی. (تسي ویلیامز)

هلکان (کوچنیان) تر ټولو رښتیني وي، ځکه هغوی لا په چل او فریب لړل شوي نه وي. (ډیل کارنګي)

رښتینولي په عمر او شتمنۍ نه ده په ويښ وجدان ده.(هرمان هسه)

رښتینولي یوازې په ژبه نه ده عمل هم غواړي. (اسوالد اشپنګلر)

یو ځل دروغ ویل په اسانۍ سره د زرګونو رښتینولیواغېزې له منځه وړي.(امېل زولا)

لږ ترلږه د رښتینولۍ ګټه د وجدان د ارامتیا احساس دی. (سنت اګزوپري)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران