ریال ماډریډ د لالیګا لیګ اتلولي خپله کړه!

د اسپانیا هیواد د فوټبال لالیګا لیګ د ۸۹یم پړاو اتلولي تېره شپه ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې تر نورو لوبډلو د ډېرو نمرو په خپلولو سره ترلاسه کړه.
تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۷مي اونۍ لوبې ترسره شوې، چې پکې ریال ماډریډ لوبډلې ویاریال تیم ته ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه او ددې لیګ لومړی مقام یې خپل کړ.

دا چې ددې لیګ د یوې اونۍ لوبې لا هم پاتې دي، خو ریال ماډریډ ځکه اتلولي ترلاسه کړه، چې د بلې قوي لوبډلې بارسلونا سره یې جدول کې ۷ نمرې توپير درلود.
پرونۍ اتلولي د ریال ماډرید ۳۴مه هغه وه، چې په لالیګا لیګ کې یې خپلوي.

تر ریال ماډرید راوروسته ۲۶ ځلې بارسلونا، ۱۰ ځلې اتلاتیک ماډریډ، ۸ ځلې اتلاتیک بلباوو، ۶ ځلې والینسیا، ۲ ځلې ریال سوسیداد، خو لاکورنیا، سویا او ریال بیټیس بیا یو ـ یو ځلې ددې لیګ اتلولي خپله کړې ده.
د اسپانیا هیواد د فوټبال کورنۍ سیالۍ«لالیګا» هر کال د ۲۰ قوي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې هره لوبډله یو د بل په وړاندې دوه ـ دوه ځلې لوبیږي.
که په وروستیو کې د هرې لوبډلې امتیازونه ډېر وه، نو هغه لوبډله لومړی مقام خپلوي.
د ویکپیډيا د معلوماتو له مخې ددې لیګ ۹۰یم پړاو به د روان کال سپټمبر میاشتې په ۱۲مه پيل شي او د ۲۰۲۱م د مې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پوري به دوام وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب