الکلاسیکو؛ ریال مادرید کلب بارسلونا ته په خپل کور کي ماته ورکړه

خبریال: فضل الله فضلي
تېره ورځ د هسپانیا د لالیګا لیګ د لوبو په لړ کي د بارسلونا کلب د ریال مادرید پر وړاندي ولوبېدئ.
لوبه ریال مادرید له بارسلونا کلب څخه ۳ پر ۱ ګولونو وګټل.
دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي کمپ ناوو (نیو کمپ) کي ترسره سول.

په لوبه کي لومړنی ګول د ریال مادرید لوبغاړي فیدیریکو والورډي ولګوئ.
دوهم د بارسلونا لوبغاړي انسو فاټې ولګوئ او پاتي ګولونه د ریال لپاره سرجیو راموس پینالټي او لوکا موډریچ ووهل.
پدې بریا سره ریال مادرید د الکلاسیکو د لوبو په تاریخ کي د بارسلونا کلب څخه یوه لوبه مخکي سو او خپلي بریاوي یې ۹۷ ته ورسولې.

د دواړو کلبو ترمنځ د الکلاسیکو ټولي ۲۴۴ لوبي ترسره سوي، چي ۵۵ یې مساوي سوي او ۹۶ یې بیا بارسلونا کلب ګټلي دي.
د لوبي ۵۳ سلنه واک او د توپ لوبېدل د بارسلونا کلب په لاس کي وو، خو ریال مادرید د همېشه په څېر بریدګره لوبه کول او پر مقابل لوري یې دوه برابره پر هدف شوټان ووهل.
لدې سره ریال د ګروپ پر سر کي، اتلاتیکو مادرید دوهم، خو بارسلونا د جدول پر ۱۲م ځای کي راغلئ.
د بارسلونا کلب تکړه او د نړۍ مشهوره لوبغاړي لیونل میسي نه یوازي دا چي په تېره لوبه کي یې کومه لاسته راوړنه درلودل، بلکه دا یې ۶مه د الکلاسیکو لوبه وه، چي د ریال مادرید پر وړاندي یې نه ګول او نه هم د ګول پاس ترسره کړئ دئ.

د هسپانیا هیواد په مشهور لالیګا لیګ کي ریال مادرید او بارسلونا کلبونه د نړۍ تر ټولو مشهور کلبونه دي او دواړه کلبونه په خپل منځ کي سخت سیالان هم دي.
د اروپا اتلانو او لالیګا لیګونو کي د دواړو لوبډلو مخامخ کېدل او په خپلو کورونو کي دوه اړخیزي لوبو کولو ته د الکلاسیکو نوم ورکول سوئ دئ.
راتلونکې د الکلاسیکو لوبه ۵ میاشتي وروسته د ریال په کوربتوب د نوي عیسوي کال د اپرېل پر ۱۱مه نېټه ترسره کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ