مارچ 6, 2021

د مینې رښتینولي

Advertisements

موږ خدای(ج) لیدلی نه دی، خو موږ ورسره په نالیدلي ډېره مینه لرو، دومره مینه چې زموږ مینه په یوه ناتمامه عقیده ولاړه، په یوه سپیڅلي باور محکمه، په خټه کې مو اغږل شوې او روح کې مو ساه شوې ده.
هېڅکله مو د خدای ځای بل چاته نه دی ورکړى او نه مو هم کله په ذهن کې راګرځیدلي دي.
هو، یو رښتینیى مومن هماغه دی، چې د خپل رب سره رښتینې مینه ولري، که څه هم د خدای او مومن ترمنځ یې هر څو د دین او عقیدې دوښمنان شک و شبهاتو خپرولو هڅه وکړي، بیا هم د ذرې هومره تاثير نه پرې کوي؛ برعکس د داسې درېیمګړي دښمن سر له تنې پرې کوي.
ځکه خو موږ بنده ګان هم کله چې له چا سره تر دې حده مینه او باور پرې ولرو، وایو ” په خدای منلی مې ده او د خدای تر حده مینه ورسره لرم.”
خدای مو لیدلی نه دی، خو هر وخت مو په هر ځای او هر چا کې لیدلي او لټولی دی، مثلا؛
کله یې د مور په غېږ کې لټوو او د مور په څېره ګورو…
کله یې د پلار په ملاتړ و مهربانۍ کې لټوو او څېره کې ګورو…
کله یې په کایناتو او طبیعت کې ګورو… چې د دې هر څه خلق کوونکی او تر شا یې یې زما د یو ښکلي ستر خدای لاس دی.
هو مګر .. کله چې نهاره شو، د خپلو بدعملیو، ناشکریو، تنبلیو یا د بل انسان له لوري متضرره او بدمرغه شو،نو بیا هم جنګ له خدایه سره کوو، ګیلې د خدای ځنې کوو، مرورېږو د خدای ځنې، چې که تا نه وې غوښتی، داسې به نه کیدل،نه به بد مرغه کیدلی .. خو بیا یې هم نه پریږدو او نه یې هم ځای بل چاته ورکوو.
مینه کې، شک، جنګ، سوءتفاهمات، تور، تهمت، نسب، اصل، کم اصل، ټیټ، جیګ، رقیبان، شیطانان، خلک او خبرې یې، ټولنه او… هر څه وي…
خو!
« د مینې ترمنځ چې
بل هر څه او څوک وي؛
دا ټول دروغ وي … غلط وي…
یوازې مینه ده، چې سمه ده!!!
د مینې حس کولو لپاره
باید په هر څه سترګې پټې کړو،
د مینې لیدلو لپاره، باید ړانده شو…
که یو څوک مو تر لاسه نه کړ، نو اړیکه مو رښتینې نه وه … که چېرې موږ رښتيني اوسو، هماغه څوک په هماغه شکل او صورت، خوی او خواصو، ضرور پیدا کولى شو.
« کله چې خدای(ج) چې هېڅ شریک نه لري، هر ځای او په هر چا کې پیدا کولای او لیدلی شو، نو دنیایي هيلې او یو انسان ولې په بل انسان کې نشو پیدا کولای!؟»
چاسره چې مینه لرو، که مینه مو رښتينې وه، هېڅکله دې د هېڅ څه او هېچا لپاره نه پرېږي… که یې پریښودې! له اوله یې اصلاً درسره مینه نه وه، هېر یې کړه!
اما رښتینې مینه دې هر ځای او په هر چا کې ولټوه، که ته په خپل ذات کې ریښتینی وې، ضرور یې پیدا کولي شي…!!!

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي