Advertisements
بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

کتاب لوستنه مو په ژوند کې لید ته بدلون ورکوي

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل  

د بل هر کار پر خلاف یوه ښه کتاب مو په ژوند کې بدلون رامنځته کولای شي، خو د ټکنالوژۍ په چټک پرمختګ سره، داسې ښکاري چې خلکو د کتاب لوستنې خوند هېر کړی دی. د کتاب لوستل موږ ته اجازه راکوي چې بلې نړۍ ته سفر وکړو او د میلیونو بېلابېلو شخصیتونو په رول کې ژوند وکړو. مهمه نه ده چې د څه ډول کتاب له لوستلو څخه خوند اخلئ، تر کله چې خپل د خوښې وړ کتاب له لوستلو څخه خوند اخلئ، ډېر زیات ارزښت لري. د کتاب لوستنې په وسیله د لید د بدلون د څرنګوالي په خاطر لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

د یوه ځانګړي شخص لپاره هېڅ مناسب کتاب نشته او دلیل یې دا دی چې یو کتاب په اتوماتیکه توګه، کله چې مطالعه یې پیلوئ، نو ستاسو لپاره په یوه مناسب کتاب بدلېږي. ستر یا کوچنی، تخیلي یا نه تخیلي، د خپله شخص ژوند لیک یا د ژوند کیسه. د کتابونو لوستل، په ژوند کې ستاسو لید ته بدلون ورکولای شي، خو کتاب لوستنه زموږ زموږ لید ته څنګه بدلون ورکولای شي؟

  • کتاب لوستنه د تخیل ځواک پیاوړی کوي

کتابونه د هنر یوه له ډېرو خلاقو بڼو څخه دي. هر کتاب چې لولو زموږ پرمخ د بېلابېلو شخصیتونو، بېلابېلو کیسو او بېلابېلو ځایونو توپیري نړۍ پرانیزي. کتاب لوستنه د تخیلي نړۍ په اړه زموږ ذهن پرانیزي، چې وکولای شو په خپل لیدلوري سره هغه کیسه تجربه کړو. زموږ تخیل او خلاقیت هغه مهال په اتوماتیک ډول زیاتېږي، کله چې یو کتاب په بشپړه توګه ولولو او پر مفهوم یې پوه شو.

  • کتاب لوستنه مو له ودې سره مرسته کوي

د خلکو د بریا او دغه راز د هغو ستونزو، چې اوسني مقام ته د رسېدلو لپاره یې ترشا پرېښي دي، د کیسې لوستل، تاسو ته انګېزه درکوي او د خپل شخصي ژوند په وده کې به له تاسو سره مرسته وکړي. موږ ټول د خپل ژوند د دوام لپاره انګېزې ته اړتیا لرو او کتابونه تاسو ته د انګېزې ورکولو لپاره، تر ټولو غوره وسیله ده. کتابونه موږ ته اجازه راکوي، چې د کیسې د شخصیتونو احساسات په بشپړه توګه درک کړو، دا کیسې موږ ته انګېزه راکوي، چې د ژوند په نامه د زینې په پوړیو باندې پورته تګ ته دوام ورکړو.

  • کتاب لوستنه مو پر خپل ځان باور زیاتوي

موږ چې کله کتاب لولو، د هغو مبارزو او سختیو په اړه، چې د کیسې شخصیت زغملي، لولو، کله وخت موږ د کیسې د شخصیت شرایطو ته خپل ژوند سره تړاو ورکوو، په خپلو ستونزو او ننګونو باندې د کیسې د شخصیتونو د غلبې څرنګوالی، په مثبت ډول، زموږ پر ځان باندې باور زیاتوي، چې د خپل ژوند له سختو او ستونزمنو شرایطو سره په ښه توګه مقابله وکړو. هغه کتاب چې په دقیقه توګه لیکل شوی وي، له تاسو سره به د مناسبو نظرونو او نیوکو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او پر ځان به مو باور زیات کړي، چې له خپلو نظریاتو او نیوکو څخه ملاتړ وکړای شئ.

  • کتاب لوستنه مو پوهه زیاتوي

د جورج آر. آر مارټین په وینا: “یو کتاب لوستونکی له خپل مرګ څخه مخکې د زرګونو کسانو په اندازه ژوند کوي.” دا موضوع حقیقت لري، موږ یوازې یو ځل ژوند کوو، خو کله چې کتاب لولو، د زرګونو کسانو له ژوند څخه علم و پوهه ترلاسه کوو. کله چې په کتاب لوستنې سره علم و پوهه ترلاسه کوو، د دې علم و پوهې په ترلاسه کولو سره به عمر ارزښت ونه لري، ځکه کتاب لوستنه په هره برخه کې د تفکر ځواک پیاوړی کوي او په هم مهالې توګه زموږ د ذهن د اصطلاحګانو پوهه د پام وړ زیاتوي.

  • کتاب لوستنه اروایي فشار را کموي

کتاب لوستنه د اروایي فشار د کمښت د یوه لامل په توګه پېژندل شوې ده. تخیلي کیسې له اروایي فشار سره د مقابلې لپاره یوه ښه لاره ده. کتابونه دا وړتیا لري، چې په وسیله یې خپلې شخصي ستونزې او اندېښنې هېرې کړئ او په یوه توپیري نړۍ کې ډوب شئ او د تخیلي کیسو لوستنه درسره مرسته کوي، چې خپله آرامتیا او هوساینه ترلاسه کړئ. په ورځ کې د یوې ښې کیسې لوستنه مو د ورځې ټولې ستونزې له ذهن څخه ایستلای شي، سربېره پر دې کتابونه د انسان ذهن ته آرامتیا او هوساینه ور په برخه کوي.

  • کتاب لوستنه تحلیلي تفکر پیاوړی کوي

کتاب لوستنه زموږ په ذهن کې پوښتنې رامنځته کوي، چې په فعاله توګه زموږ تحلیلي تفکر ته ښه‌والی وربښي. د کتاب لوستنې یا هم د یوې مقالې د لوستلو پرمهال، زموږ مغز د پوښتنې کولو په حال کې دی او کله وخت موږ لېوالتیا لرو، چې د هرې پوښتنې تر شا  راز، مخکې تر دې چې په کتاب کې مشخص شي، پیدا کړو. کولای شو د تحلیلي تفکر له وړتیا څخه په ګټه اخیستنې ذهن ته دا اجازه ورکړو، چې تحریک شي او په نویو تګلارو سره فکر وکړي.

  • پایله اخیستنه

کتاب لوستنه د وخت تېرولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده. کتاب لوستنه آسانه او ساده ده او د خوشالۍ سبب ګرځي. کتاب لوستنه مو په خوی او عادت کې ښه‌والی رامنځته کوي او تاسو به د خپلو ټولو شاوخوا پېښو په اړه خوشبین کړي. کتاب لوستنه ډېره زیاته هڅه نه غواړي، کولای شئ هر چېرته مو چې زړه وي کتاب ولولئ او خپل ځان ته د دې اجازه ورکړئ چې خپله شاوخوا نړۍ هېره کړئ. که غواړئ، چې نن د خپل ځان لپاره مثبت کار ترسره کړئ، نو کتاب لوستنه پیل کړئ، خپل ځان ته د دې فرصت ورکړئ چې له یوه څخه زیات ژوند تجربه کړئ، په خپل ځان کې مناسب نظریات او فکرونه رامنځته کړئ او په ژوند کې خپل لید ته بدلون ورکړئ.   

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: