بنګلور په لومړي ځل د آی پي اېل لومړۍ لوبه وګټله

د آی پي اېل لومړۍ لوبه د رایل چلېنجرز بنګلور او ممبيي انډیئنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د بنګلور لوبډلمشر ویرات کولي د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه.

د ممبيي لوبډلې په شل اورونو کې د کرېس لیین د ۴۹ منډو په مرسته ۱۵۹ منډې وکړې او بنګلور ته یې ۱۶۰ منډې هدف ورکړ.

هارشل پټېل د ممبيي پنځه لوبغاړي وسوځول.

بنګلور لوبډلې هدف په وروستي اوور کې د اې بي ډیویلیرس د ۴۸ منډو او د ګلېن مکسوېل د ۳۹ منډو په مرسته پوره کړ او ممبيي لوبډلې ته په ۲ وېکټو ماته ورکړه.

بومرا او مارکو جانسېن دوه، دوه وېکټې واخېستې او شپږ ویشت، اته ویشت منډې یې ورکړې.

د بنګلور لومړۍ بریا

دا لومړی ځل و، چې له ۲۰۰۸ څخه بنګلور خپله لومړۍ لوبه ګټي، له دې وړاندې په ۲۰۰۸ ، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کې یې د آی پي اېل اوپننګ یا پرانیست لوبې بایللې وې.

دا دویم ځل شو چې بنګلور لوبډله په وروستي توپ لوبه ګټي، ۲۰۱۲ کې یې د پونه وریئرز لوبډلې پر وړاندې په وروستي توپ لوبه ګټلې او ۲۰۲۱ کې یې د ممبيي پر وړاندې وګټله.

د ویرات کولي خبرې

د لوبې د توپوهنې برخه کې د بنګلور لپاره ای بي ډیویلرس بیا غوره او بهترینه توپوهنه وکړه.

کرونا پانډیا او بومرا هم ښه لوبه وکړه، د بنګلور لپاره ګلېن مکسوېل هم ښې منډې وکړې.

د ممبيي پر وړاندې د لوبې ګټل زمونږ لپاره یوه ننګونه وه، خو دا چې بریا بنګلور خپله کړه دا نو زمونږ لپاره ښه لاسته راوړنه ده.

د روهېټ شرما څرګندونې

دا ډېره مهمه ده، چې زما په فکر کې د اتلولۍ د ګټلو هوډ شته، دا نه چې زه دې یواځې لومړۍ لوبه وګټم، بلکې زه د ټول ټورنمنټ په ګټلو فکر کوم.

دا چې لومړۍ لوبه وبایلل شوه، دا به مونږ ته درس راکړي، چې تېروتنې اصلاح کړو او راتلونکو لوبو ته ښه چمتو شو.

د افریقا ځوان لوبغاړی مارکو جانسېن مو لا ښه وپېژند، چې هغه هر ډول حالت کې توپ اچونه کولای شي.

د شنبې په ماښام شپږ نیمې بجې چینای سوپرکېنګز او ډیلي کپېټلز دویمه لوبه ترسره کوي.

وروستي مطالب