خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

رزماري ګیاه د لېمو پاڼه د کدو تنبل تخم او ګټې یې

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

له رزماري ګیاه څخه پیړۍ پیړۍ په چای او آشپزۍ کې کار اخیستل کېده. همدارنګه د یوې ګیاه په حیث له سردرد او سترس سره د مرستې او د حافظې د زیاتوالي او حفظ لپاره ورڅخه ګټه پورته کېږي.

زموږ په خلق او خوی ډېر اغېز لري. د عطر یا بوی استنشاق یې د آرامش او د سترس د کمېدلو لامل کېږي. دا کار په یوه آزموینه کې د هغو محصلینو د سترس او اضطراب په کمېدلو چې د آزموینې په حال کې ول، مشخص شول.

رزماري یوه امن او مناسبه ګیاه ده چې کېدای شي د څښاک په حیث په اوږده مهال کې ورڅخه ګټه پورته شي.

د لیمو پاڼه

د لیمو پاڼه د حافظې پیاوړې کوونکې او د ډار ضد ده. آرام بښوونکې ګیاه ده چې د پیړیو په اوږدو کې د درملو په حیث کارول شوې ده. د لیمو عصاره یوه ډېره قوي آنتي اکسیدان د باکتريا او ویروس ضد ده. د دې لپاره د امنیتي سیستم د تقویت لامل کېږي او له التهاب، عفونت او ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د ګیاوو پاڼې له ډېرو پخوا وختونو څخه د زخم د ښه کېدلو او د سمي حشراتو د نیش د تداوۍ لپاره کارول شوې دي. دا چای کېدای شي د ګوارشي ناروغیو لکه نفخ، ګاز، استفراغ، د زړه د سر سوځېدل، کولیک، د ښځې د میاشتني عادت له امله د درد د تسکین، د زړه او عروقي ناروغیو تداوي، د زړه د ضربانو کنټرول او حتا د کم اشتهایي د تداوۍ لپاره وکارول شي.

1563079685_Z5tV8.jpg

د کدو تنبل تخم

په ورځنۍ کچه د یوه ګیلاس کدو تنبل د تخم مصرف ستاسې وجود ته سالم غوړ او مګنیزیم رسولای شي. د تریپتوفان (آمینه ای اسید دی چې د سروتونین په تولید کې ونډه لري) په درلودلو ژورخپګان مخنیوی کېږي.

د ژورخپګان تر ټولو ساده درمل

پنځوس ګرامه افتیون شامي؛

پنځه ګرامه زعفران؛

پنځوس ګرامه شات.

لومړی افتیمون په هاونګ کې ټکووو، چې ښه میده میده شي، وروسته ټول یو له بل سره ګډوو، وروسته د ورځې د یوې شربت‌خوري قاشقې په اندازه وخوړل شي.

د ترشي جاتو او سړو خوړو له خوړلو څخه ډډه وشي. باید د غم او عزادارۍ په مراسمو کې په هېڅ ډول ونډه وانخیستل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ