مارچ 3, 2021

د هغو کسانو لپاره چې رواني سکون نلري

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ځيني له خپل ورځيني ژوند څخه شکايت لري او وايي چې واقعي ارامښت نلرم! ايا تاسو هم کله د اضطراب او ستړيا احساس کړی؟ که ځواب مو هو وي، راځئ چې دا ليکنه ولولو.
په ژوندانه کې ډېر وخت د غم، ستړيا، ناهيلۍ، اضطراب او ګيچۍ سره مخ کېږو، احساس کوو چې خوښ او نېکمرغه نه يوو، په زړه کې خوشحالي نه حس کوو، احساس کوو چې له ژونده څخه کافي خوند نه اخلو. ځيني وختونه د دې کوښښ هم کوو چې ځان د نورو لپاره خوښ او خوشحاله ښکاره کړو، خو په زړه کې خپه او ستړي يو.
د دې ډول ستونزو د رفع کولو لپاره ځيني لارښوونې وړاندې کوو چې په عملي کولو سره يې تمه ده چې په خپل ځان کې مثبت بدلونونه حس کړئ او کسالت مو له منځه لاړ شي.
– معنوي مسائلو، لکه: لمونځ، ذکر، روژه، نورو سره همکاري او داسې نورو ټکو ته مو پاملرنه ډېره کړئ.
– له يوازيتوب څخه مخنيوی: هڅه وکړئ چې پرته له اړتيا څخه ډېر يوازې پاتې نشئ.
– له منفي افکارو سره مقابله وکړئ: مطلب دا چې هرکله به په تاسو زوروونکي افکار غلبه کوي، هڅه وکړئ چې پر وړاندې يې ودرېږئ او مبارزه وکړئ. په داسې شېبو کې هڅه وکړئ چې مطالعه اختيار کړئ. مطالعه د دې ستونزې د مخنيوي لپاره غوره درمل ګڼل کېږي.
– مثبت اړخونه: خپلو مثبتو اړخونو باندې فکر وکړئ او هڅه وکړئ چې د فهرست په بڼه يې وليکئ.
– قناعت وکړئ: د دې پرځای چې خپلې کمبوديانې، عيبونه او ناکامۍ وپلټئ، پرځای يې د هغو برياليتوبونو او امکاناتو په اړه فکر وکړئ چې تاسو ترې برخمه من ياست.
– ناسته پاسته: د مثبت فکره، فعالو، انرژي لرونکو، متدينه او با فکره کسانو سره ناسته پاسته وکړئ.
– ورزش وکړئ: ورزش د خپلو ورځيني کار او بار يوه برخه وګرځوئ. هڅه وکړئ چې هره ورځ حداقل د نيم ساعت لپاره ورزش وکړئ.
– مطالعه: څومره چې کولی شئ مطالعه وکړئ، د قران کريم مطالعه مو هېره نشي.
– وخت: له بې کارۍ او بې برنامه ګۍ څخه ډډه وکړئ او خپل اوقات مو په فکر او برنامې سره مخ ته بوځئ.
– مشوره وکړئ: د خپل ورځيني ژوند د مهالوېش د تنظيم او د ژوندانه د لاپرمختګ لپاره حتما له يو مشاور او يا هم يو ښه ملګري سره مو مشوره وکړئ.
– خپلو خوړو ته مو پام وکړئ: د کار او مطالعې ترڅنګ مو خوړو ته ډېره پاملرنه وکړئ، په ځانګړي ډول د سهار چای.
– زړه تنګون: هرکله مو چې د زړه تنګون احساس وکړ، پاڅېږئ او يو ګلاس اوبه وڅښئ او که ممکن وي حمام وکړئ.