د رواني ناروغانو ۱۰نښې

موږ تل له روغ انسان سره نه مخ کېږو، بلکې کله ناکله داسې کس هم وینو چې رواني ناروغي لري، خو دا کسان د دغو نښو په وسیله پېژندلای شئ. داسې کسان د خپلې دې ناروغۍ د پټولو هڅې کوي او تاسو هم روحاً او جسماً زیانمولی شي، نو باید  هوښیار یاست او د دغو نښو په وسیله یې وپېژنئ:
۱ـ په هغوی کې د همدردۍ حس نشته:
د هغه چا په لټه کې چې تاسې یاست، که هغه نسبت هېڅ پېښې ته کوم غبرګون ښکاره نه کړي، په واقعیت کې د هغه احساسات څه مثبت څه منفي اړخ کې کوم بدلون نه کوي، هغوی له یوې رواني ناورغۍ څخه رنځ وړي. داسې کسان نسبت خپل خاوند ته په دوه‌کسیزه اړیکو کې هم همدردي نه ښکاره کوي.
۲ـ رواني ناروغان تل دروغ وایي:
ایا داسې احساس کوئ، له کوم چا سره، چې غواړئ ورسره وپېژنئ، هغه رښتني نه دي، دروغ ویل ورته یو عادت ګرځېدلی دی. د رواني ناروغانو خوښېږي چې د هر څه په هکله دروغ ووایي، چې دا کار اړیکې خرابوي.
۳ـ هغوی مو د نورو پر وړاندې سپکوي:
موږ ټول د ژوند داسې ملګري ته اړتیا لرو چې له رواني اړخه مو ملاتړ وکړي، خو کوم کس چې مو د نورو پر وړاندې سپک کړي، پوه شئ چې ستاسو د احساساتو پر وړاندې بې پروا دی او پاملرنه نه درته کوي.
۴ـ هغوی پاملرنې ته اړتیا لري، خو دوی خپله بل چاته پاملرنه نه کوي:
د دغو کسانو یوه بله نښه دا ده چې زیاتره پاملرنې ته اړتیا لري، تل هڅه کوي چې د نورو پام ځانته واړوي، خو خپل مخامخ لوري ته پام نه کوي، همدا مسئله د یوې اړخیزه اړیکې سبب کېږي.
۵ـ تل مو ملامتوي:
د دوی خوښېږي چې نور وګړي د هغوی د چلند په خاطر ملامت کړي او زیاتره خپل مسوولیت نشي ترسرولی او د خپل کار علت نور ګڼي.
۶ـ هغوی مو له ټولو څخه لرې کوي:
په دې دلیل چې دا وګړي د نورو پاملرنې ته اړتیا لري، تاسو له ټولنې او له نورو خلکو څخه په یوه تړلي ځای کې ساتي، چې بل چا ته مو پام نه وي. دا د دې سبب کېږي چې له خپلې کورنۍ او ملګرو څخه لیرې شئ، او دا انګېزه درکوي چې کورنۍ درته اړتیا نه لري.
۷ـ هغوی درڅخه غچ اخلي:
کله چې تاسو یو کار ترسره کوئ، که د دوی خوښ نه شي په هېڅ ډول په سمه نه درته وایي، بلکې په مناسب وخت کې درڅخه غچ اخلي.
۸ـ هغوی هېڅکله خپله پښېماني نه ښکاره کوي:
هر کله چې بد کارونه ترسره کوي او هر ځل تاسو خپه کوي، هېڅ پښېمانه نه ښکاري، هڅه کوي چې د پېښې شوې ستونزې علت ستاسو چلند بولي او ملامت مو وګڼي.
۹ـ هغوی په خپلو ټوکو کې د خواشينۍ چلند لري:
هر انسان په ځان کې یو شوخ تُبیات لري، خو رواني ناروغان له عجیبو شیانو څخه خوند اخلي، چې ممکن نورو ته د هغو په وسیله زیان ورسوي.
۱۰ـ دوی کولای شي خپل ځان ډېر جذاب ښکاره کړي:
برعکس له خراب چلنده یې زیاتره داسې ناروغان کاریزماتیک او جذاب شخصیت لري او دا مسئله ستونزمنه کولای شي، ځکه د دوی جذابیت مو قانع کېدو ته مجبوروي.
نو د داسې کسانو پر وړاندې ډېر احتیاط پکار دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ