مارچ 8, 2021

هندي رسنۍ؛ کېدای شي ای پي اېل لغوه شي

Advertisements

یاران سپورټس
د هندوستان رسنیو د هندوستان د کرکټ بورډ له قوله راپور ورکړی چې د سه شنبې پر ورځ د یاد بورډ او د آی پي اېل د لوبډلو د مالکانو ترمنځ غونډه وشوه، خو سږ کال د کرونا ویروس خطر جدي دی او ښایي لوبډلې لغوه شي.
بل پلو د هندوستان دولت ویلي، چې دوی پراخ شمېر کې خلکو ته د قرنطین امر کړی دی.
د هندوستان د کرکټ بورډ ادارې مشر سوراف ګنګولي ویلي، دوی غونډه وکړه، خو د لوبو د پېلېدو په تړاو وروستیو پایلو په اړه لا هم دقیقې پرېکړې ته ونه رسېدل.
ددغو سیالیو پیلېدو ته لومړی ځل دقیقه نېټه د مارچ ۲۹ مه ټاکل شوې وه او د کرونا تهدید له وجې لوبې د اپریل ۱۵ مې ته وځنډول شوې.
د کرېک بز وېبپاڼې په خپل راپور کې د دې شونتیا هم ښودلې، چې ښایي لوبې کېنسل شي او ۲۰۲۱ کال کې به دیارلسم پړاو آی پي اېل سیالۍ ترسره شي.
د هند د کرکټ کنټرول ادارې دا هم ویلي، چې ښایي د یوې موازي پرېکړې په لړ کې د آی پي اېل لوبو برخلیک معلوم شي.
کرونا ویروس او راتلونکو سترو لوبو ته یې تهدید
د کرونا ویروس د مارچ میاشت د لومړیو راهیسې، لسګونه لوبې ځنډولي دي او راتلونکو لوبو لپاره یې هم تر اوسه د تهدید د کموالي په اړه دقیقه پرېکړه نشي کېدای.
راتلونکي کې د اسیا شل اوریزې او د اسټرالیا هېواد په کوربتوب، شل اوریز نړیوال جام کېږي، چې دواړو ته شاوخوا ۶ میاشتې وروسته کېدونکي دي.
خو د هندوستان د کرکت بورډ په غونډه کې ویل شوي، که د کرونا تهدید همداسې وغځېږي او جدي شي، نو دغه دوه ستر جامونه هم ننګولی او کېنسل کولای شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ