سپورټ کرکټ کرونا

د آی پي اېل د پیل او نه پیل په اړه ضد او نقیضې خبرې

یاران سپورټس

د آی پي اېل مسوولینو او د هندوستان کرکټ بورډ یو ځل بیا د آی پي اېل د پیل او یا هم نه پیل په اړه د مارچ په ۳۰ مه غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې بیا هم غوڅه پرېکړه نه ده، چې د آی پي اېل سیالۍ دې، لغوه او یا هم په دقیق وخت پیل شي.

د هندوستان د کرکټ د کنټرول مشر سوراف ګنګولي ویلي، چې دوی به لنډې د آی پي اېل سیالۍ ولري، خو په دې برخه کې یې نور هېڅ توضیحات نه دي ورکړي.

هندي رسنیو هم دا لیکلي دي، چې ګنګولي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې له لنډو آی پي اېل سیالیو څخه یې موخه څه ده؟

د آی پي ایل سیالیو کې لوبډلې ۶۰ لوبې کوي او شاوخوا ۵۰ ورځې دوام کوي.

د هندوستان د کرکټ د کنټرول مشر ګنګولي ویلي، چې د آی پي اېل لوبو د پيل لپاره د اپرېل میاشت هم ډاډمنه نېټه وي او ښایي د می په لومړۍ نېټه پرېکړه وشي.

هغه ویلي امکان شته چې په مې میاشت کې د آی پي اېل سیالۍ په لنډ ډول ترسره شي.

له لنډ ډول څخه به یې مطلب د لوبو کمول وي.

اوسمهال په هندوستان کې ۲۱ ورځنی قرنطیني حالت دی.

د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي له خپلو هېوادوالو د قرنطین په اړه بخښنه غوښتې.

هندوستان په دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو اټکل تر ۱ اعشاریه ۳ بیلیونه پورې شوی دی.

د نړۍ په کچه له چین څخه وروسته هندوستان د نفوسو په حساب دویم ستر هېواد دی.

د آې پي ایل سیالۍ یو ځل د مارچ له ۲۹ مې نېټې د اپرېل ۱۵ مې ته ځنډول شوي دي او د می میاشت تر لومړۍ نېټې پورې یې بیا د ځنډېدلو امکان شته.

IPL.png

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ