ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

رشوت که شيريني!؟

لیکنه: شپنه سلګۍ
ليکنه: شپنه سلګۍ

رشوت يو ناروا او حرام عمل دی، ولې ډېر مسلمانان يې ترسره کوي. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وايي:

ژباړه: پر رشوت اخيستونکي، رشوت ورکوونکي او چې د دوی دواړو ترمنځ ګرځي، پر هغه دې د الله جل جلاله لعنت وي.” [ابن ماجه]

رشوت ستره ګناه ده، د دې په ورکولو سره د بل حق له پښو لاندې کېږي. الله جل جلاله فرمايي:

ژباړه: او په خپلو منځو کې يو د بل مال په ناحقه مه خورئ او د هغه دوسيه واکمنو ته د دې لپاره مه ور وړئ، چې د خلکو د مالونو يوه برخه په ظلم خوري او تاسو پوهېږئ.” [د بقره سورت (۱۸۸) آيت]

د رشوت اخيستل دومره ډېر شکلونه او صورتونه لري، چې شمېر يې ګران کار دی. او همدا رشوت په مختلفو ډولونو له خلکو څخه اخيستل کېږي. له وزيره او د پارلمان له غړي نيولې تر يوه ادنا مامور او معلمه پورې په مختلفو نومونو سره رشوت اخلي.

د پارلمان وکيلان له وزيرانو څخه د اعتماد د رأيې اخيستلو پر مهال ډالري رشوت اخلي، که نوماند وزير بډې او رشوت ورنه کړي، بيا د باور رأيه نه ورکوي، نو وکيل ښه ستر رشوت ترې غواړي، د هغه هم چندان زړه نه پرې سوځېږي او په خلاص لاس وکيل ته رشوت ورکوي، ځکه همدا رشوت له ولسه بېرته پوره کوي.

د سرکار له لوري وزير ته بوديجه ورکول کېږي، چې په اړوندو ځايونو کې يې ولګوي، ولې متأسفانه وزير صاحب يې په خپل اکاونټ کې جمع کوي. او نوماند وزير چې د باور رأيه د ډالرو په زور د پارلمان له وکيله واخلي، بيا وزير بېرته له وکيلانو څخه هم ډالر وصولوي، وزير چې په خپله څوکۍ وځلېږي، بيا سرکار هغه ته پروژې ورکوي، نو د پارلمان وکيلان تر ټولو زيات حقدار وي.

غټان غټان لويان لويان پيدا دي

دوی خو له موره جنتيان پيدا دي

ځئ هغو خوارو ته جنت وګټو

څوک چې له موره دوزخيان پيدا دي

وکيلان د وزير تر درباره ورځي او د ډالري رشوت په مقابل کې هغه پروژې تر ګوتو کوي، خو کار يې په ټيټ کيفيت سره انجاموي، چې زيان يې ولس ته رسېږي.

له پارلماني وکيلانو او وزيرانو وروسته معينان او ریيسان په مختلفو نومونو سره رشوتونه اخلي او بيا د ملت د بچيانو کارونه ورته خلاصوي، د دوی بډې اخيستل په ډالرو او افغانيو باندې وي. او له دوی وروسته د نورو مامورينو رشوتونه دي، دا رشوتخواره خپل دې ناوړه او حرام عمل ته داسې پلمې او بهانې جوړوي، چې هغه لارې چارې ايله د شيطان زده وي.

د افغان دولت رشوتخواره کارکوونکي د يوه عارض د عريضې او کار خلاصولو پر وړاندې ستونزې ايجادوي، کار کېدونکی، قانوني او د ټولو دولتي اصولو مطابق وي، خو دَیْ يې نه کوي.

يوه استاد وويل: په پېښور کې له دعوت او جهاد پوهنتون څخه فارغ شوم، سند مې ترلاسه او ارزيابي مې کړ، ولې د دوه زره لسم (۲۰۱۰ ز) کال په سېلاب کې مې د نورو کتابونو په ګډون دا سند هم ضايع شو، کله چې د لوړو زده‌کړو وزارت ته ورغلم، څو سند تجديد کړم، نو هلته مسوولينو ناغيړي پیل کړه، د اړوند ادارې مشر خپل مرستيال ته واستولم، هغه وويل ستا کار نه کېږي، دا وکړه، هغه وکړه، پلانکي ته ورشه، نو زه هم له ادارې د راوتلو په حالت کې وم، چې يو کس را نژدې شو او راته کړه يې: دومره غټ کار پرې کوې او څه شيريني هم نه ورکوې، نو ما هم اووه زره افغانۍ د شيريني په نوم ورکړې. ــ الله جل جلاله دې ما ته عفوه وکړي.

يوه بل کس کيسه کوله، ويل يې: د پوهنې وزارت کې ریيس کار نه را ته کاوه، ما هم يوه خپلوان ته وويل، چې د خپلې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په نامه ياد ریيس ته ټليفون وکړه، چې زما کار يا را ته خلاص کړي او يا مې بنديخانه ځای شي. نو هغه کس زنګ ورته وواهه او له چون و چرا پرته يې کار را ته خلاص کړ. څه ښه وايي: (الخائن خائفٌ) يعنې: خاين ډارن وي.

د رشوتخورو په لسګونو حيلې زده وي، يوه ښوونکي ويل: زه د يوه کليوالي ښوونځي ښوونکی وم، د خپل ښوونځي د کلنۍ ازموينې پايلې مې اړونده لېسې ته ور وړې، څو هغه تصديق او تاييد شي، نو د نوموړې لېسې مدير په ډېره سپين‌سترګۍ يو من زردآلو راباندې راوړل. (البته زردآلو د شيريني په توګه و)

رشوتخوري خورا بد او ناووړه صفت دی، وايي:

کوڅه په کوڅه شور دی، ذليل رشوتخور دی

دا خو هغه واړه واړه رشوتونه وو، چې چارواکی يې اخلي، له دې ستر ستر رشوتونه هم شته، چې افغان دولت او د دولت شريکوالان يې اخلي، لکه محقق افغاني شيعه‌ګان د ایران په وسيله سوريې ته استول، د فاطميون او زينبيون په نامه يې ډلې ورته جوړې کړې وې او د اهل‌بيتو د حقوقو د ګټلو لپاره يې جنګول، محقق او ملګرو يې له ایرانه رشوت اخيستلو.

همداراز داسې رشوتخواره هم د افغانستان په نظام کې شته، چې د پرديو لپاره کار کوي او ډالري رشوتونه اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ