ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

کله چې د رسولانو سپکاوی وشي، نو الله تعالی یې هلاکت نېږدې کړي

لیکنه: ياران
لیکنه: احسان الله ناصح

د رسول الله ﷺ د سپکاوي پر وړاندې د مومن چلند
د انبیاوو علیهم الصلوة والسلام د سپکاوي کوونکو په اړه الله جل جلاله په قرانکریم کې یو کلک قانون بیان کړی دی، چې هغه تاریخي کره ثبوتونه هم لري او په نن زمانه کې هم کره او ثابت دی. قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي:

(وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ) [الرعد: 32]
ژباړه:” ستا نه د مخکې رسولانو هم سپکاوی شوی دی، نو هغو کافرانو ته موږ مهلت ورکړی دی، بیا مو هغوی په عذاب کې راګیر کړي دي، نو وګوره زموږ سزا څومره سخته ده.”

یعني کله چې د کوم پیغمبر سپکاوی وشي، لومړی هغوی ته الله وخت او مهلت ورکړي، بیا یې دنیا کې ونیسي او بیا اخرت کې عذاب ورکړي. په دې لړ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دښمنانو څو بېلګې ما مخکې بیان کړې، او د نورو ګڼ شمېر پیغمبرانو علیهم السلام د دښمنانو کیسې او د هغوی په اړه د الله دا قانون او د هغه بېلګې مختلفو قراني سورتونو کې بیان شوې دي.

اوس راځو دې خبرې ته چې مومن به د دا ډول سپکاوي کوونکو په اړه څه ډول چلند خپلوي، دا چلند پخپله الله جل جلاله رسول الله ته ښوولی دی، کله به چې د هغه سپکاوی کیده او د هغوی په سپکاوي او ملنډو به د ده طبیعت خرابیده او سینه به یې تنګېدله نو الله جل جلاله هغه ته فرمايي؛

(إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ (95) الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آَخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (96) وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ (۹۷) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ (98) وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ) [الحجر: 95-99].
” ستا سپکاوي کوونکو ته موږ کافي یو، هغوی چې له الله سره بل شریک جوړ کړی دی هغوی به ژر پوه شي، موږ پوهیږو چې د دوی په خبرو ستا سینه تنګیږي، نو د خپل رب تسبیح وایه، او الله ته له سجده کوونکو نه اوسه، او تر مرګه د الله عبادت کوه.

يعني د الله تسبیح ویل، لمونځونه او سجدې کول او تر مرګه د الله عبادت کول. مطلب دا چې په دین ثابت پاتې کېدل او د الله دین ته خدمت کول او د هغه دعوت او خلکو ته رسول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام د دښمنانو لپاره ښه ځواب دی. د اسلام او رسول الله دښمنان چې کله پخپلو مخالفتونو کې د ګستاخۍ او سپکاوي پولو ته ورسیږي نو معلومه شوه چې د دوی زوال الله رانېږدې کړی دی او نور به یې الله ختموي، لکه قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي: ( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ ) الكوثر/۳، يعني ستا هغه دښمن چې ستا نه کرکه لري او سپکاوی دې کوي هغه له هره خیره محروم دی.

پخوا به چې کله مسلمانانو د کفارو کومه سیمه محاصره کړه، د محاصرې په مهال به یې چې کله له کفارو نه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل او بدرد ویل واوریدل نو مسلمانانو به خپلو کې یوه بل ته د فتحې زېري ورکول پیل کړل او دوی به یقیني شول چې اوس سوبه او فتحه رانېږدې ده، ځکه الله به هغوی نه د خپل پیغمبر انتقام او غچ اخلي. “الصارم المسلول ” (ص 116-117(

د غریبانو موجوده سپکاويو په وړاندې

موجوده وخت کې نړۍ کې نور هم ډېر ادیان او مذاهب شته چې مختلف پیروان لري او خلک یې له لارښوونو سره سم عبادتونه کوي، خو غرب د ټولو برعکس د اسلام او اسلامي لارښوونو زیات مخالفت کوي، د اسلام او مسلمانانو پر خلاف له تشدد او سختۍ کار اخلي، چې پر اسلامي حجاب بندیز او د مسلمانو پوهانو څارنه یې ښکاره مثالونه دي. مختلف اسلامي خوځښتونه په تروریزم تورنوي او ځپي یې او په دې لړ کې د غرب مغرضانه چلند د لمر په څېر روښانه دی.

په ځانګړې توګه د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په اړه دښمني له مختلفو لارو ښکاره کوي او آن د هغه د سپکاوي لپاره مختلف پلانونه او پروګرامونه ترتیبوي، دا هر څه اروپا او نوره کفري نړۍ کې د اسلامي دعوت پر وړاندې د خنډونو په نیت کوي، څرنګه چې اسلام د منطق او استدلال دین دی، د غرب د دېرو انسانانو عقلیت ته هم د منلو وړ دین دی، او د وخت ستونزو ته حل لارې، له دې امله په اروپا او نوره کفري نړۍ کې کلیساوې تړل کیږي او جوماتونه ابادیږي ، نو د دوی دا معاندانه کړنې د اسلامي دعوت د مخنیوي لپاره روانې دي او لکه مخکې مو وویل: دا یې د دښمني وروستۍ هلې ځلې دي، نور به الله هلته دین غالبه کوي او اسلام هغه دین دی چې د تاریخ په اوږدو کې له خورا سختو حالاتو غالب وتلی دی.

د غرب د موجوده سپکاویو په وړاندې موږ باید څه وکړو؟ په دې اړه څو مشورې درته ږدم، الله دې د عمل توفیق رانصیب کړي.
(۱) لومړی په هر مسلمان لازمه ده چې د دې کار سخت مخالفت وکړي، دا مخالفت د هر چا د وس په اندازه لازمي دي، په دې برخه کې د اسلامي دولتونو د واکمنو مخالفت ډېر مهم او اغېزمن هم دی، اړوند غربي هیوادونو سره باید د سفارتونو او نورو لارو اړیکې ونیسې خپله غوسه او خپګان ورته ښکاره کړي او د دې کار په بدو پایلو یې پوهه کړي، داراز په دې برخه کې چې د هر مومن هر څومره وس کیږي باید د هغوی د پوهولو لپاره لیکنې او نور وسایل وکاروي څو هغوی له دې کاره لاس واخلي.

(۲) هغوي څخه باید وغوښتل شي چې دا کار سمدستي ختم او دولت دې رسمي او په رښتیا سره معذرت وغواړي او کومو خلکو یا ادارو چې دا کار کړی دی هغوی ته باید سزا ورکړل شي او د بیا ځل لپاره له داسې کارونو لاس واخلي.

(۳) مختلفو اروپايي ژبو ته دیني او د نبوي سیرت کتابونه ژباړل، دا کار خورا مهم دی، کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپکاوي موضوع رسنیزه او نړیواله شي نو زیات ناخبره خلک طبعا د اسلام او د اسلام د پیغمبر په اړه معلوماتو ترلاسه کولو په لټه کې شي، نو دې برخه کې چې مختلفو ژبو کې دیني او د نبوي سیرت کتابونه شتون ولري، الله به په دې ظاهري شر کې د خیر لوري راښکاره کوي او داسې څه به رامنځته کیږي چې د مسلمانانو سینې پرې یخې شي. تېر ځل ډنمارک او نورو ځایونو کې د ورته پېښو په پایله کې خورا زیات کفار مسلمانان شول.

(۴) غرب مېشتي مسلمانان په دې برخه کې ډېر کار کولای شي، دوی د اسلام د دعوت او د دعوت لاره کې د غوره اخلاقو او نبوي چلند خپلولو سره هغه ستر کارونه ترسره کولای شي چې همدا د اسلام دښمنان یې د مخنیوي هڅې کوي، او په الله قسم چې کفري نړۍ ته د رسول الله صلی الله علیه اخلاق او دین رسول د رسول الله تر ټولو غوره دفاع او ښه ملاتړ دی.

(۵) خواله رسنيو او د غرب په مختلفو نورو رسنیزو وسایلو کې پر نبوي سیرت او نبوي اخلاقو په مختلفو ژبو لیکنې او موضوعات خپرول هم دې وخت کې مهم او خورا ګټور کار دی، په دې توګه که موږ نبوي سیرت عام کړو نو دا به مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه دفاع کړې وي.

(۶) دا راز په دې لړ کې د اړوندو هیوادونو له تولیداتو او منتجاتو سره پرېکون هم غوره او اغېزمن کار دی، دا هیوادونه مشهورې نړیوالې کمپنۍ لري، د هغو تولیدات زموږ تر کور او کلي رارسیدلي دي، که د یوه عام مسلمان نور هیڅ له وسه نه کیږي دومره خو کولای شي چې د هغوی د تولیداتو پر ځای وطني تولیدات یاد د کوم اسلامي هیواد تولیدات وکاروي.

(۷) په نبوي سنتو منګولې لګول او په هغو عمل کول هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه دفاع ده، قرانکریم وايي:ک که تاسو صبر وکړئ او تقوی غوره کړئ د دوی فریبونه به هیڅ ضرر درته ونه رسوي.
( وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ لاَ يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ) آل عمران/120

(۸) دا راز د کفارو د دغه عمل غندلو او د هغوی پر خلاف د کرکې او نفرت څرګندولو لپاره په کلیو او ښارونو کې غونډې جوړول هم ښه کار دی چې هغه کې د دوی دا کارونه وغندل شي، نبوي سیرت بیان شي او خلکو ته نبوي سنت او پر دین عمل توصیه شي. دا به زما په فکر له مظاهرو او لاریونونو ډېر غوره وي، مظاهرو کې هر ډول خلک را یوځای کیږي او کنترولول یې د چا په وس کې نه وي، نو ځیني ناپوهه خلک د جذبې په پلمه او ځیني د ناپوهۍ له امله د مسلمانانو شتمنیو او املاکو ته زیان رسوي او دا کار د رسول الله دفاع نه بلکي فساد او ناروا دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ