سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ویاړ؛ بیګ‌باش کې راشدخان د زیاتو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په سر کې دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو بیګ‌باش کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې نامتو او تکړه افغان لوبغاړي راشدخان ارمان تر دې دمه تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستې او د لیست په سر کې ځای لري.

راشدخان په اوو لوبو کې په ۱۹،۷ ایکانومي سره تر دې دمه ۱۱ ویکټې اخیستې دي.

هغه په دې اوو لوبو کې ۱۹۴ منډې ورکړې دي.

د راشدخان ترڅنګ بیا د اسټرالیا په دې لیګ کې بل افغان لوبغاړی مجیب‌ ځدران د زیاتو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په جدول کې نهم ځای لري.

په بیګ باش لیګ کې زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

۱ـ راشدخان د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې، په اوو لوبو کې ۱۱ ویکټې.

۲ـ بین دوارشوز د سیډني تندرز لوبډلې، په اوو لوبو کې ۱۱ ویکټې.

۳ـ وا اګر د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې، په اوو لوبو کې ۱۱ ویکټې.

۴ـ تنویر سنګا د سیډني تندرز لوبډلې، په شپږ لوبو کې ۱۰ ویکټې.

۵ـ جیم ریچارډسن د پیرت سکوریچرز لوبډلې، په شپږ لوبو کې ۱۰ ویکټې.

۶ـ مارک سټېکیټ د بریسبین هیټ لوبډلې، په پنځو لوبو کې ۱۰ ویکټې.

۷- سیډلي د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې، په اوو لوبو کې ۱۰ ویکټې.

۸ـ میردیت د هوبارټ هوریکنز لوبډلې، په اوو لوبو کې ۱۰ ویکټې.

۹ـ مجیب ځدران د بریسبین هیټ لوبډلې، په پنځو لوبو کې ۹ ویکټې.

۱۰ـ لام هیټچر د میلبورن سټارز لوبډلې، په شپږ لوبو کې ۹ ویکټې.

د اسټرالیا بیګ‌باش لیګ د اتو لوبډلو ترمنځ د تېرې ډیسمبر میاشتې په درېیمه نېټه پيل شوی او د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې پورې دوام کوي.

تر دې دمه د دې لیګ ۲۶ لوبې ترسره شوي.

راشدخان، مجیب ځدران، محمدنبي، ظاهرخان او نوراحمد لکڼوال هغه پنځه افغان لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې بیلابیلو لوبډلو له ځان سره اخیستې او ورسره لوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ