خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه سپورټ وزش او تمرین

رسۍ لوبه د اعصابو او عضلاتو ترمنځ سمون پیدا کوي

ژباړه: ملیحه ناصري

ګټې یې

۱- ساییز سیسټم او د وینې رسولو سیسټم پیاوړی کوي.

۲- د وجود عضلات غښتلي کوي.

۳-د زړه ضربان ډېروي. ان کېدای شي په دقیقه کې له ۱۶۰ څخه ۱۸۰ ته لوړ شي.

۴- اضافي غوړ او وازدې اوبه کوي؛ خو که خوړنیز رژیم هم ورسره سم شي. په منځني ډول په یوه ګړۍ رسۍ بازي ۵۷۰ کیلو کالوري انرژي سوځوي. مانا اضافۍ غوړ کموي.

۵- د عضلاتو او اعصابو ترمنځ سمون پیدا کوي.

۶- پر زړه، رګونو او تنفسي/ساییز سیسټم ډېر مثبت اغېز پرېباسي.

۷- په پښو کې له شته کمزوریو مخنیوی کوي.

۸- عصبي فشار  او افسرده‌ګی/ ژور خپګان کموي.

زیانونه یې

۱- هغه کسان چې څورب وي، هډوکي یې کمزوري یا نرم وي، د زنګنو ستونزې ولري، هغوی ته زیان لري.

۲- په ډېرو لږو مواردو کې ښځو کې زیان لري. هغه هم چې حمل ولري، ځکه رحم یې ښويېږي او پروپلاس ورته پیدا کېږي. یوازې دا ورزش نه، هر هغه ورزش چې د دوی وجود وخوځوي.

۳- پر کلکه ځمکه، سیمنټ او تیګو دا ورزش باید ونه شي چې د پشو تلي ژوبلوي. حداقل یو فرش دې تر پښو لاندې پروت وي. پر لرګینې ځمکه هم رسۍ وهلی شئ.

اړین ټکي

د رسۍ اوږدوالی د خپلې ونې/ قد په اندازه وټاکئ.

پر کلکه ځمکه یې مه کوئ.

که ساه مو ډېره سوځوي، لنډه لنډه دمه ونیسئ.

څنګلې مو له ځان سره نږدې ونیسئ.

زنګنونه مو بېخي لږ خم کړئ.

سر او ملا مو د الوتو وخت کې سم/ شخ نیسئ، مه یې قاتوئ.

هڅه وکړئ سترګې مو مخامخ یو شي ته متمرکزې کړئ.

په پوزه نفس اخلئ په خوله ساه مه اخلئ.

له حده ډېر پورته ځان مه اچوئ.

مخکې تر دې چې رسۍ باندې ورزش کول پیل کړئ، د زړه د ناورغۍ له نه شتونه ځان ډاډه کړئ، ځکه چې دا ورزش د زړه دربا زیاتوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ