Advertisements
سپورټ

راشد خان: که چیرې زه پر سم ځای بالینګ وکړم، هیڅوک راباندې منډې نه شي جوړولی

لیکنه: ياران

مرکه کونکی ویشال دیکشیت
ژباړه: یاران

د کرکټ افغان لوبغاړی راشد خان دا مهال د هند په کورني لیګ کې د سنرایزر حیدراباد ټیم لپاره لوبیږي. په دې لوبو کې دده ستونزو او بریاوو په اړه او ددې ځوان کرکټر د سپورټي ژوند پر نورو اړخونه د کرکټ نامتو هندي ژورنالیست ویشال دیکشیت مرکه کړې. یاران درته ددې مرکې پښتو ژباړه وړاندې کوي. که خوښه مو شوه شریکول یې مه هیروئ.

پوښتنه: چیرې دې لیګسپین ( په هوا له ښې کیڼې خواته د کږیدونکې توپ اچوونه) زده کړه ؟

راشد خان: ما لیګسپین زما له ( شپږو ) وروڼو زده کړ، هغوی ټول د کرکټ مینه وال وو او لیګسپین توپ اچوونه یې کوله. نو ما له هغوی واخیسته او په طبیعي توګه مې خپله کړه. خو زما د بالینګ په بڼه کې یو توپیر و ، ما له پيل څخه چټکه توپ اچونه کوله، دوی دا زما په توپ اچونه کې دا ځانګړتیادرک کړې وه او زه پوه شوم چې دا ډول توپ اچول ماته په طبیعي توګه راغلي.

پوښتنه: ایا هلته کوم کوچ یا روزونکی و، چې تاسره یې ستا د توپ اچونې په بهتره کیدو کې مرسته کړې وي؟

راشد خان: ما چې له هر څومره روزونکو سره کار کړی، له دوی هیڅ یو یې هڅه نه ده کړې چې زما د توپ اچونې سټایل او یا زما کړنه بدله کړي. دوی تل ماته ډاډ راکاوه خو هیچا هڅه نه کوله چې بدل مې کړي. د ۱۹ کلنو د ټیم روزنکي دولت احمدزي زما ډیر ملاتړ کړی او ماته به یې ویل چې ته ډیر استعداد لري او ډیر وړاندې به ولاړ شې. هغه ماته ډير ډاډ راکوه. خو له دې سره داسې کوم روزونکی نه و چې ماته وښيي څنګه توپ ونیسم، زما عمل باید څه وي؟ څنګه توپ له لاس خوشې کړم او نور.. دا هر څه ماته په طبیعي توګه راغلي دي.

ما چې له هر څومره روزونکو سره کار کړی، له دوی هیڅ یو یې هڅه نه ده کړې چې زما د توپ اچونې سټایل او یا زما کړنه بدله کړي. دوی تل ماته ډاډ راکاوه خو هیچا هڅه نه کوله چې بدل مې کړي.

پوښتنه: په داسې حال کې چې ته د نړۍ په بیلابیلو لیګونو کې لوبیږي، د افغانستان لپاره لوبې کوې، د خپل ځان د روزنې دا پروسه څنګه روانه ساتي؟

راشد خان: زه په ډیرو شیانو خپله کار کوم. لکه په دې ورځو کې چې دلته په اۍ پي ایل کې یم، نو زه په جال کې تمرین کوم او د توپ اچونې بیلابیلې بڼې ځان سره ازموییم. د توپ اچونې ځینې بڼې شته چې زه یې په جال کې تمرین کوم، خو تر اوسه مې په میچونو( سیالیو ) کې نه دي کارولي، خو زه پرې کار کوم.
مهمه نه ده چې زه په جال کې تمرین کوم، که ګریټر نویدا او یا افغانستان کې، زه په خپله له خپل ځان سره کار کوم، او له روزونکي سره د ټیم د غوښتنو په اړه غږیږم. کنه زه تر ډيره په توپ اچونه کې خپلې کړنې( اکشن) یا د توپ اچونې سرعت نه بدلوم او هیڅ روزونکي راڅخه نه دي غوښتي چې بدل یې کړم.

پوښتنه: داسې کوم ځانګړي څه شته چې تا د( سن رایزر د بالینګ له روزونکي) موتیاه موراليتاران څخه زه ده کړي وي؟

راشد خان: کله چې هغه( موراليتاران) زما توپ اچونې بڼه او کړنې وکتلې نو ماته یې وویل” ته بیخي پرفیکیټ یې، او اړتیا نه لري چې هیڅ بدل کړې. “ هغه ما سره پر ټاکلي ځای یا سپاټ د توپ اچونې په اړه خبرې وکړې. پر هغه ځای تمرکز چیرې چې توپ ویشتل غواړې او هغه سپاټ چې زما هدف وي. دویم شی چې هغه ماته وویل هغه دا چې زه باید ارام او ریلکس پاتې شم ان کې توپ وهونکی (بیټسمن ) پر ما شپږیزه هم ووهي. او یا که زه پنځه یا شپږ ویکټې هم واخلم. او دا هماغه څه دي چې زما د پلان او اهدافو له مخې باید زه همداسې بالینګ وکړم.

” هغه څه چې بیټسمن یې وروسته کوي جلا خبره ده، ته باید پر خپلې توپ اچونې او خپلې وړتیا تمرکز وساتې. ته باید په ذهني لحاظ پیاوړی پاتې شي.“
دا خبره ماته بیا بیا موراليتاران کوي. هغه ماسره ډيرې خپلې تجربې شریکوي او وايي، کله چې ته په ذهني لحاظ پیاوړی و اوسې دا به له تاسره په هر ډول وضیعت کې مرسته کوي.

پوښتنه: کله چې د اۍ پي ایل په دوو پرلپسې لوبو کې کریس ګیل او سوریش راینا پر تا منډې جوړې کړې، ځان ته دې څه وویل؟ تا وروسته وویل چې په دې دوو لوبو کې ډیره په پوره واټن توپ اچونه کوله، پر دې څنګه پوه شوې؟ او څنګه دې د سمون لپاره کار وکړ؟

راشدخان: ما له دې دوو میچونو وروسته له روزونکو سره خبرې وکړې، او خپلې ویډیوګانې مې وکتې او تحلیل مې کړې. نو ومې وموندله چې ما ډېر بشپړ توپ غورځاوه او د روزونکیو هم دې ته پام شو، خو دوی وویل دا داسې څه نه دي چې په اړه یې اندېښنه وکړې. دوی وویل یوازینۍ ستونزه داده چې زه ډیر بشپړ یا په پوره واټن توپ غورځوم او توپ وهونکي ته یې د وهلو او شوټ کولو ډیره ښه فرصت برابریږي. نو ماته سپارښتنه وشوه که یو څه په لنډ واټن توپ وولم نو توپ وهونکي ته به ګرانه وي چې پر ما برید وکړي. له هغې وروسته ما په یو څه په ټاکلو ځایونو بالینګ وکړ، کله چې د بلې لوبې لپاره ممبیي ته راغلم ، زما پلان دا و چې په ښه واټن توپ وولم، که له دې سره هم بیټسمن ما بیرته په توپ ولي دا به نو بیا بیله مسله وي. نو ما خپل ذهن داسې عیار کړ

 

زه ډاډمن یم چې که زه پر سم ځای توپ وولم هیڅوک ددې توان نه لري چې پر ما منډې جوړې کړي. یو یا دوه لوبې تا غورځولی نه شي او نه درڅخه بد بالر جوړولی شي.

.
پوښتنه: د سنرایزر له کومو روزونکو سره دې خبرې وکړې؟

راشدخان: درې واړو روزونکو ټام موډي، لکشمن او مورالیتیاران ما سره خبرې وکړې. ټولو همدا یو شی ووایه ” چې هر څوک له لوړو ژورو تیریږي. او همداسې یې باید ته زده کړې. “ ماته مخکې داسې څه نه و پیښ شوي، نو دا زما لپاره ښه وو، ځکه ما ترې د راتلونکې لپاره زده کړه وکړه. کیپتان او درې واړو روزونکو په جالونو کې د تمرین پر مهال زما ملاتړ وکړ، له ما یې وغوښتل چې یو څه په لنډ واټن توپ وولم څو بیټسمن پر ما په اسانۍ برید ونه شي کړی. او دې بریالۍ نتیجه ورکړه.

پوښتنه: دا چې هغه دواړه توپ وهونکي چې پر تایې برید وکړ، کیڼ لاسي وو، ایا په جال کې دې په کومه داسې سټراټیژۍ هم کار وکړ چې د کيڼ لاسو توپوهونکو په وړاندې لکه شیکر داوان او نورو مقابله وکړی شې؟

راشدخان: نه ، نه، زما په ذهن کې هیڅ دا خبره نه وه چې زه کیڼ لاسو په وړاندې ښه بالینګ نه شم کولی. زما تمرکز په سپاټ بالینګ( پر ټاکلي نقطه توپ ویشتلو) باندې و. زه ډاډمن وم چې که زه پر سم ځای توپ وولم هیڅوک ددې توان نه لري چې پر ما منډې جوړې کړي. یو یا دوه لوبې تا غورځولی نه شي او نه درڅخه بد بالر جوړولی شي. زما تمرکز پر سم واټن په توپ ویشتنه و. نو که زه کیڼ لاسي او ښي لاسې ته بالینګ کوم باید پر سم ځای توپ وولم او وروسته مې د ممبيي انډینز په وړاندې هڅه وکړه چې پر سم ځای توپ وولم. همدا سبب شو چې په هغه میچ کې مې کرونال پانډیا اوټ کړ. نو زه پوه شوم که پر سم ځای توپ وولم، مسلې راته دومره نه سختیږي.

زه د کیڼو لاسو په مقایسه ښې لاسو ته توپ اچونه غوره ګڼم، خو له کیڼ لاسو هم ویره نه لرم

پوښتنه: احصايي ښيي چې تاسو د ښې لاسو توپوهونکو په وړاندې د کیڼ لاسو توپ وهونکو په مقایسه ډیر ښه ریکارډ لرئ، ایا دا مسله ستا لپاره توپیر لري؟

راشد خان: زه د کیڼو لاسو په مقایسه ښې لاسو ته توپ اچونه غوره ګڼم، خو له کیڼ لاسو هم ویره نه لرم، او ورته له بالینګ خوند اخلم . کله ناکله داسې ورځې راځي چې هر څه ستا په وړاندې سم نه وي، کیدای شي ویکیټ دې ملاتړ نه کوي او یا توپوهونکي کله ناکله ستا ښه ویشتل شوي توپونه وهي. زه غواړم له دې زده کړه وکړم او مثبت څه ترې ترلاسه کړم څو خپلې تیروتنې تکرار نه کړم.

پوښتنه: دا چې ته ډیر کله خپله د خپل ځان روزنه کوي، کوم لیګسپینران دې خوښ دي یا یې په یوټیوب ګورې؟

راشد خان: ما شاهد افریدی او انیل کمبل ډير کتلي، دا دواړه په هوا کې چټک او او هدف سم ولي. زه اوس هم د دوی ځینې ویډیوګانې ګورم.

پوښتنه: په اۍ پي ایل کې له کوم ښه توپ وهونکي سره مخ شوی یې چې نظرونه مو سره شریک کړي وي؟

راشدخان: سړی دلته له ډیر خلکو سره مخ کیږي چې ورسره نظریات شریکوي. په وروستیو کې زه له سودي سره مخ موږ خپلو کې نظرونه او تجربې شریکې کړې.

پوښتنه: ایا ځانګړو د شل اوریزو لوبو لیګونو او نړیوالو لوبو ته ځان جلا جلا بڼه تمرین کوې؟

راشدخان: زه چې کله تمرین کوم مهمه نه ده چې چیرې یم، زه د توپ ویشتنې پر واټن او ښه توپ ویشتنه تمرکز کوم. فکر وکړه چې سل بالونه مې وکړل، زه بیا دا سنجوم چې ددې بالونو څومره پر ښه واټن او سم ځای ولګیدل او څومره په ناسم ځای.

پوښتنه: ډیر کله له چا سره په مسلو خبرې کوې؟

راشد خان : له مشرانو لوبغاړو او روزونکو سره. په اۍ پي ایل کې له شیکر داوان، زموږ له کیپتان، کان ویلیمسن، منیش پانډې، یوسف پټان سره مشوره کوم. ډیر له هغو سره چې دلته یې ډیرې لوبې کړي. زه له دوی پوښتنه کوم چې کوم بیټسمن ته څه ډول بالینګ وکړم؟ په بیلابیلو میدانونو څنګه بالینګ وکړم؟ دا ډول نظریات ماسره ډیره مرسته کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران