راشدخان یو بل لیګ کې د لوبېدو په موخه سبا په سفر وځي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی راشدخان ارمان به د انګلستان هیواد په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو په موخه سبا پنجشنبه انګلستان هیواد ته سفر وکړي.

د راپورونو له مخې راشدخان ارمان اوس په متحده عربي اماراتو کې دی او هلته د پاکستان سوپرلیګ کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره خورا بریالی ولوبېد.

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د راشدخان لوبډلې «سوسیکس» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان ارمان به سبا د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د متحده عربي اماراتو څخه انګلستان ته سفر وکړي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي، راشدخان به د انګلستاني حکومت د اُصولو سره سم لومړی هلته قرنطین تېر کړي او له هغه وروسته به له خپلې لوبډلې سره د لوبېدو په موخه یوځای شي.

 

 

د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ او پکې افغان لوبغاړي

 

د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۹مه نېټه د اتلس لوبډلو ترمنځ پيل شوې او د سیپټمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پوري به دوام وکړي.

ددې لیګ په سږنیو لوبو کې نوین‌الحق، محمدنبي، مجیب‌ځدران او قیس‌احمد له خپلو لوبډلو سره وار له مخي یوځای شوي دي او لوبې یې ورسره کړې دي، خو بل نامتو افغان لوبغاړی راشدخان چې د پاکستان په سوپرلیګ کې ولوبېد، سبا به انګلستان ته سفر وکړي او تر قرنطین تېرولو وروسته به له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.