اپریل 23, 2021

راشدخان IPL کې د لوبېدو په موخه هند ته روان شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی راشدخان ارمان د هندوستان آی پي ای سیالیو په راتلونکې پړاو کې د لوبېدو په موخه نن یکشنبه د متحده عربي اماراتو څخه هند ته روان شو.

راشدخان پر خپل انسټاګرام یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، چې د آی پي ایل راتلونکي پړاو کې د لوبېدو په موخه د هند چینای ښار ته روان شو.

 

 

د هند په آی پي ایل سیالیو کي افغانان

 

د هند په سوپر لیګ کې سږ کال درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبیږي، چې درې واړه د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې سره مل دي.

دې لوبډلې خپل دوه پخواني افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان له ځان سره ساتلي وه، خو بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران یې بیا په بولۍ کې واخیست.

مجیب ځدران، چې تېر پړاو د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره ښه ونه لوبېد، د سږ کال لپاره یې بولۍ ته اچولی و.

ددې ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضل‌حق فاروقي بیا تېره چهارشنبه هند هیواد ته سفر وکړ، تر څو د هندوستان آی پي ایل سیالیو په راتلونکې پړاو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې ښاغلی فاروقي به د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره د نیټ یا د جال توپ اچونکي (net bowler) په توګه یوځای شي.

 

د هند آی پي ایل څوارلسم پړاو

 

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د راتلونکې اپرېل میاشتنې په ۹مه نېټه پيل شي او د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پوري به دوام وکړې.

ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې ممبي انډینز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره مخ کیږي.

 

وروستي مطالب