سپورټ کرکټ وزش او تمرین

راشدخان: د شل اوریزه نړیوال جام ګټلو تمه لرم

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د شل اوریزه نړیوال جام ګټلو تمه لري.

راشدخان د هندي سلو توپ اچونکې ایشواین سره په یوه ویډيويي کنفرانس کې ویلې، افغان لوبډله ټولې هغه وړتیاوې لري، چې نړیوال جام وګټي او اوسنۍ موخه یې هم د نړیوال جام ګټل دي.

هغه ویلې، د دې کار لپاره کلک باور په کار دی.

راشدخان زیاته کړه:

«زما او د ټول هیواد دا یو خوب دی، چې شل اوریزه نړیوال جام وګټو. دا به زموږ لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه وي. زموږ ټول ټیم، چې اوس په لټه کې دی هغه د شل اوریزه نړیوال جام ګټل دي. موږ د دې مهارت او وړتیا لرو، خو یوازې د دې اړتیا ده، چې پر ځان باور ولرو دا کار کولای شو. زموږ وړتیا دا ده، چې د شل اوریزه سیالیو په فارمټ کې ښه سلو توپ اچونکي، ښه تېز توپ اچونکې او ښه توپوهونکي لرو.»

خان وویل، افغان لوبډله دا اړتیا لري، چې له لویو ټیمونو سره لوبې ترسره کړي، تر څو له افغان لوبډلې څخه راتلونکې کې یوه غوره لوبډله جوړه شي.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دا ۲۱ کلن لوبغاړی اوس د دوو نورو افغان لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران سره یوځای په متحده عربي اماراتو کې دی.

درې واړه افغان لوبغاړي به په متحده عربي اماراتو کې د پېلېدونکې آی پي سیالیو کې ولوبیږي.

راشدخان او محمدنبي د حیدراباد سره او مجیب بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي.

راشدخان ارمان په کارابین لیګ کې ۱۰ ویکټې واخیستلې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ