مارچ 8, 2021

د راشدخان داسې شاټ چې نړیوال یې حیران کړل + ویډيو

Advertisements
لیکنه: محمدصابر  حمیدي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان د کرکټ په برخه کې یو داسې شاټ وهلی، چې د هېوادوالو ترڅنګ یې بهرنیان هم حیران کړي.
د هندوستان هېواد په کورنیو تجارتي سیالیو «IPL» کې ګډونوالې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد پر خپلې ټویټر پاڼې د راشدخان ارمان یوه داسې ویډیو خپره کړې، چې پکې راشدخان یو جالب او په زړه‌پورې هلیکوپټر شاټ ووهي.
په یاده ویډيو کې راشدخان ارمان د کابل په کرکټ لوبغالي کې پر بل افغان لوبغاړي فرید ملک باندې یاد هلیکوپټر شاټ ووهي.
دوی دواړه په کالو کې کرکټ کوي.


راشدخان ارمان په هېواد دننه او بهر کې یو پېژندل شوی نامتو توپ اچونکی دی.
هغه د افغان لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
راشدخان ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.
د افغان لوبډلې ترڅنګ راشدخان ارمان په بنګله‌‌‌‌‌‌ دېش، هندوستان، ویسټ انډيز، انګلستان، اسټرالیا او سویلي افریقا لیګونو کې لوبېدلی دی.
راشدخان ارمان د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه‌‌‌‌‌‌‌ ‌بندي کې لومړي ځای لري او د نړۍ پر ټولو توپ اچونکو باچاهي کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ