د راشدخان د خبرو ځواب ته د پيرمحمد کاروان نوی شعر

د پښتو ژبي نامتو شاعر پيرمحمد کاروان د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي راشدخان ارمان د خبرو ځواب ته تازه یو نوی شعر جوړ کړی.

پيرمحمد کاروان پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې لیکلي:

« شاعر بنیادم هم عجیبه وي، چېرته چې یوه خوږه یوه دردمنه کیسه واوري یا ولولي، بس د شعر پیریان را و تورېږي. او یو څه ولیکي. کله بخت یاري ورسره وکړي، دا څه لیکل یې پر نورو زړونو هم خواږه ولګي. او کله بیا بخت سرچپه وي، د چا خبره پر زړونو خوږې منګولې کې نه ږدي. هغه څو ورځې وړاندې افغان کرکټر نړیوال ستوري ښاغلي راشد خان یو ټوېټ کړی و. دردمنه او خوږمنه خبره یې کړې وه. ویلي یې وو: زه ماشوم په جنګ کې را لوی شوم، زه پر دې پوهېږم چې ماشومان څومره له جنګه وېرېږي، دعا یې کړې وه چې افغان جنګ دې خدای ودروي. ما چې د راشد خان دا کرښې لوستې، له زړه نه دوه څاڅکي اوښکې هم سترګو ته راغلې وې. دې اوښکو بیا سمدلاسه رنګ راوړ، او داسې یو څه مې ولیکل. نه بوهېږم تاسو یې شعر بولۍ که شعار خو زما دوو څاڅکو اوښکو دروازه ورته پرانیستې ده، که ښه شعر نه وو، زما له اوښکو ګیله کولی شئ. راشدخان دې له درستې لوبډلې سره داسې و ځلېږي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې شي، او دا ووایي چې افغانان په هر څه کې اول کېدای شي، حتی په امن او سوله کې.»

 

د پیرمحمد کاروان څخه د راشدخان مننه

 

له هغه وروسته چې پیرمحمد کاروان دا شعر جوړ کړ، راشدخان ارمان پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې خپور کړ او ورڅخه مننه یې وکړه.

راشدخان لیکلي:

«ډېره ډېره مننه او درناوی، پیر محمد کاروان صیب.الله دې په افغانستان کې سوله او امن راولي.»

 

د راشدخان ځواب ته د پيرمحمد کاروان شعر

 

بس د مینې یو سرود

و مې لید راشده ستا د مینې ډک خبر

لوند و، ستا په اوښکو لکه ګل د پیغمبر

کاشکې چې وای غلی د جنګونو شور و شر

ډک د ماشومانو له خندا وای سمه غر

خوند مو اخیستلی د هر چا له ترنم

اېښی چا هم نه وای پر مرۍ د چا خنجر

بل مو وای په تاخ کې ورته شین زرغون څراغ

خلاص مو وای په مینه دا د بندو زړونو ور

توغ مو د افغان وطن، د سولې په منګول

پورته خېژولی وای تر شنه آسمانه بر

تاته در نارې وای چا مین ننداره چي

واغونده غونډوسکي ته د سپین شاهین وزر

تا چې غورځولی وای غونډوسکی په کمال

خرپ دې د وېکټو وای لالیه سر په سر

ته په خرپ و ترپ وای راشدخانه په غورځنګ

پورته دې شپږېزې وای هوا ته په هنر

ژوند چې وای د ګران وطن، تر لوبې هم شیرین

ټول سره پخلا وای یو هم نه وای مرور

درستو زمزمه وای بس د مینې یو سرود

څه خوږې شېبې به وې اخ څه شیر و شکر

 




وروستي مطالب