تازه؛ راشد او مجیب په نړیوالو درجه‌بنديو کې شاه‌تګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تازه په شل اوریزه او یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوي درجه‌بندۍ اعلان کړې، چې د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې راشدخان ارمان او د یووروځنیو لوبو په درجه بندي کې بیا مجیب‌ځدران شاه‌تګ وکړ.

د شل اوریزه سیالیو د توپ‌اچونکو په درجه بندي کې راشدخان ارمان پخوا دویم ځای درلود، خو اوس درېیم ځای ته راکښته شوی او دویم ځای سریلانکايي وانډو ډي سیلوا خپل کړ.

بل پلوه دې شورا په یوورځنیو لوبو کې هم د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې مجیب ځدران له دویم ځای څخه درېیم ځای ته راکښته شوی.

مجیب‌ځدران څو ورځې وړاندې ددې درجه بندۍ په درېیم ځای کې شتون درلود، خو دویم ځای ته پورته شو او اوس تازه په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې بیرته درېیم ځای ته راکښته شوی او ۷۰۸ نمرې لري.

ددې درجه بندۍ لومړی ځای لا هم د نیوزیلنډي لوبغاړي ټرینټ بولټ څخه دی، خو اسټرالوي جوش هزلوډ بیا پنځه قدمه پرمختګ وکړ او دویم مقام یې ترلاسه کړ.

 

 په شل اوریزه سیالیو کې د توپ‌اچونکو تازه اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ تبریز شمسي: سویلي افریقا، ۷۹۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ وانډو ډي سیلوا: سریلانکا، ۷۲۰ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۳ـ راشدخان: افغانستان، ۷۱۹ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۴ـ عادل رشید: انګلستان، ۶۸۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۵ـ مجیب‌ځدران: افغانستان، ۶۸۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ تیم سوتي: نیوزیلنډ، ۶۶۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ آدم زیمپا: اسټرالیا، ۶۶۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۸ـ ایشټن آګر: اسټرالیا، ۶۴۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۹ـ سودهي: نیوزیلنډ، ۶۴۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۱۰ـ فابین آلین: ویسټ‌انډیز، ۶۲۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

 

 

 

یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو تازه اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ ټرینټ بولټ: نیوزیلنډ، ۷۳۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲- جوش هزلوډ: اسټرالیا، ۷-۹ نمرې، پنځه قدمه پرمختګ یې وکړ.

۳ـ مجیب‌ځدران: افغانستان، ۷۰۸ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۴ـ کریس ووکس: انګلستان، ۷۰۰ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۵ـ مهدي حسن میراز: بنګله‌دېش، ۶۹۲ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۶ـ ماتي هینري: نیوزیلنډ، ۶۹۱ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۷ـ جسپریت بومرا: هندوستان، ۶۷۹ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۸ـ میچل سټراک: اسټرالیا، ۶۵۲ نمرې، لس قدمه پرمختګ یې وکړ.

۹ـ شکیب‌الحسن: بنګله‌دېش، ۶۵۰ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۱۰ـ کیګسو ریباډا: سویلي افریقا، ۶۴۸ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.