راشدخان: دا زما دنده ده، چې خپل هیواد او ټیم ته خدمت وکړم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي او شل اوریزه سیالیو کې نوي ټاکل شوي لوبډلمشر راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، دا یې دنده، ترڅو د خپل هیواد او ټیم لپاره خدمت وکړي.

راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې ویلې، دا د افغانستان درې رنګه بیرغ دی، چې ماته یې د راشدخان نوم راکړ او اوس زما دنده ده، چي د خپل هیواد او خپلې لوبډلې لپاره خدمت وکړم.

 

 

د لوبډلمشر په توګه د راشدخان ټاکل

 

راشدخان ارمان د افغان کرکټ بورډ له لوري نن سې شنبه په شل اوریزه سیالیو کې د نوي لوبډلمشر په توګه او نجیب‌الله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان د کرکټ نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د هغه تجربو، کاکرده‌ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ