د راشدخان جالیبه توپ‌اچونه او د حیدرباد لوبډلې ستاینه یې

د راشدخان ارمان ترټولو په زړه‌پوري توپوهنه

 

څلور کلونه مخکې په همدې ورځ راشدخان ارمان د خپلي جالیبې توپ‌اچونې په مټ نړیوال حیران کړل او یاده توپ‌اچونه یې د خپل ژوند تر ټولو په زړه‌پوري او غوره توپ‌اچونه ده، چې ددې ترڅنګ په نړیواله سطحه بیا څلورمه غوره توپ‌اچونه ده.

د ۲۰۱۷م کال د جون میاشتې په همه نېټه افغان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې یودبل پر وړاندي د یو ورځنیو لوبو د سریز په لومړۍ لوبه کې ولوبېدې، چې پکې افغان لوبډلې په بریالۍ توګه ویسټ انډیزۍ لوبډله ماته کړه.

د یادي لوبې د بریا ټول کریډیټ او نمرې راشدخان ارمان ته ورکړل شوې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، هغه ځکه، چې په ۸،۴ اورونو کې یې ۱۸ منډې ورکړې او د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي یې وسوځول.

 

د حیدراباد لوبډلې له لوري د یادي توپ‌اچونې ستاینه

 

د هند په آی پي ایل سیالیو کې د راشدخان ارمان لوبډلې سنرایزر حیدراباد پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یادې توپ‌اچونې ستاینه کړې.

 

 

وروستي مطالب