د راشد په اړه د جاوید افریدي څرګندونې او ورڅخه د مینوالو غوښتنه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون پنجشنبه د پاکستان په سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، چې له هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو خورا زیات وستایل شو.

 

د PSL  لیګ په پرونۍ لوبه کې راشدخان

 

پرون لاهور قلندرز لوبډله د پېښور زلمي لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې لاهور قلندرز لوبډلې د راشدخان ارمان د بیاځلېدو په مټ بیا بریا خپله کړه.

په پرونۍ لوبه کې راشدخان ارمان څلورو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول او ددې ترڅنګ یې بیا په توپوهنه کې په ۷ توپونو ۸ منډې وکړې.

په پرونۍ لوبه کې هم راشدخان ارمان د لومړنۍ لوبې په څېر د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 

 

د جاوید افریدي ستاینه

 

په پرونۍ لوبه کې تر ځلېدو وروسته د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د راشدخان ستاینه کړې او ویلې یې دي، چې راشدخان په رښتیا هم یو غوره او زبردست لوبغاړی دی.

 

 

د جاوید افریدي څخه د مینوالو غوښتنه

 

پر یاد ټویټ خلګو د جاوید افریدي څخه ګیله کړې او ویلې، یې دي، چې باید په پېښور زلمي لوبډله کې یې اخیستی وای او ددې ترڅنګ یې د جاوید افریدي څخه غوښتي، چې د پاکستان سوپرلیګ په راتلونکې پړاو کې راشدخان ارمان خاماخا لوبډلې ته واخلي.

د عبدالرادا شینواري په نوم یوه مینوال کمنټ ورته کړی: راشدخان ارمان باید په پېښور زلمي لوبډله کې وای.

سیدآمر موسی ورته کمنټ کې لیکلي: راشدخان باید راتلونکي پړاو کې خاماخ واخلې.

 

 

وروستي مطالب