د راشدخان تېرې لوبډلمشرۍ او تر رهبرۍ لاندي لوبو ته یې کتنه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته د ملې لوبډلې د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډلې د ګلبدین نایب تر لوبډلمشرۍ لاندي ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او په همدې موخه ورباندي توندي نیوکې وشوې او بورډ اړ شو، چې ګلبدین نایب له لوبډلمشرۍ څخه لیري کړي او راشدخان ارمان د درې واړه فارمټونو لپاره لوبډلمشر وټاکي.

 

د راشدخان تر رهبرۍ لاندي د ملې لوبډلې لوبې

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې د راشدخان تر رهبرۍ لاندي ۲ ټیسټ، ۷ یو ورځنۍ او ۷ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

په یادو ۲ ټیسټ لوبو کي ملې لوبډلې ۱ وګټله او ۱ یې وبایلله، په ۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱ وګټله او ۶ یې وبایللې او ددې ترڅنګ یې په ۷ شل اوریزه لوبو کې ۴ وګټلې او ۳ یې بیا وبایللې.

 

د دوهم ځل لپاره د لوبډلمشر په توګه راشدخان ټاکل

 

راشدخان ارمان د افغان کرکټ بورډ له لوري تېره سې شنبه په شل اوریزه سیالیو کې د نوي لوبډلمشر په توګه او نجیب‌الله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان د کرکټ نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د هغه تجربو، کاکرده‌ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.