مارچ 1, 2021

راشدخان هم بیګ‌باش لیګ کې له پخوانۍ لوبډلې سره تړون وکړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغان کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې یوځلې بیا د خپلې پخوانۍ لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره د لوبېدو په موخه تړون لاسلیک کړ.
د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې ګډونوالې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز پر خپلې ټویټرپاڼې له راشدخان څخه مننه کړې، چې یوځلې بیا یې تړون ورسره لاسلیک کړ.
دې لوبډلې ویلې، د ویاړ خبره ده، چې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی ورسره لوبیږي.
افغان توپ‌اچونکې راشدخان ارمان هم له دې تړونه خوښي ښوودلې او ویلې یې دي، چې ددې لوبډلې ټول لوبغاړي ورته د یوې کورنۍ د غړو په شان ښکاري.

هغه زیاته کړه:

«زه ډېر خوشحاله یم، چې د بیګ باش لیګ په لسم پړاو سیالیو کې مې یوځلې بیا د ایډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ. زه له پيله د دې لیګ مینوال یم او له هغه وخته، چې له سټرایکرز لوبډلې سره یوځای شوم، زما لپاره یوه کورنۍ ده. زه له خپلو ټولو مینوالو څخه ځانګړې مننه کوم، چې زما څخه یې ډېر ملاتړ کړی او د دې احساس راکوي، چې ایډلیډ زما خپل کور دی.»

 

راشدخان او سټرایکرز لوبډله

راشدخان ارمان د اسټرالیا بیګ باش لیګ کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې له‌پاره تر دې دمه ۴۰ لوبې ترسره کړې او ۵۶ ویکټې یې اخیستې دي.
د دې ترڅنګ هغه په یادو سیالیو کې د ۱۶۱،۱۴ سټرایک ریټ سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې دي.

بیګ باش لیګ کې نور افغان لوبغاړي

ددې لیګ په نورو پړاونو کې د راشدخان ارمان ترڅنګ نبي عیسی خېل، مجیب‌الرحمن، قیس‌احمد او ظاهرخان لوبېدلې.
د یاد لیګ په سږنې پړاو کې تر راشدخان مخکې پرون افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل له خپلې پخوانۍ لوبډلې میلبورن لوبډلې سره تړون وکړ او سږ‌کال هم له دې لوبډلې سره لوبیږي.
خو د قیس احمد پرځای یې لوبډلې له بل لوبغاړي سره تړون کړی او د دې افغان لوبغاړي د لوبېدو چانس کم دی.
د ظاهرخان او مجیب‌الرحمن په اړه لاتراوسه رسمي خبرونه نه دي خپاره شوي.

د اسټرالیا بیګ باش لیګ

د ویک پیډیا د معلوماتو له مخې د اسټرالیا بیګ باش لیګ به د ډیسمبر میاشتې په درېیمه نېټه پيل شي او د راتلونکې ۲۰۲۱م د فیبرورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام وکړې.
خو د دې لیګ مهالوېش لا تراوسه نه دی خپوری شوی او ریپوټونه وايي، ممکن د دې لیګ د پيل په نېټه کې تغیرات راشي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ