اپریل 17, 2021

راشد؛ نړۍ کې کم عمره لوبغاړی شو، چې ۳۰۰ چټکې ویکټې پوره کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان تر ټولو کم عمره لوبغاړی راغی، چې په شل اوریزه سیالیو کې یې ۳۰۰ ویکټې چټکې پوره کړې.
راشدخان ارمان د ویسټ انډیز هیواد په روانو کورنیو تجارتي سیالیو کې د محمدنبي عیسی خېل په وړاندې ولوبېد او یاده لوبه کې یې د نبي ویکټه هم واخیسته، چې په دې سره یې شل اوریزه سیالیو کې ۳۰۰ ویکټې تر نورو لوبغاړو ډېر ژر بشپړې کړې.

۲۱ کلن راشدخان ارمان دا ۳۰۰ ویکټې په ۲۱۳ شل اوریزه سیالیو کې اخیستي، چې دې کي هم د ملې لوبډلې او هم د لیګونو لوبې شاملې دي.
په دې سره هغه په نړۍ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې چټکې ۳۰۰ ویکټې اخلې.
راشدخان ارمان دا ویاړ په داسي مهال خپلوي، چې هغه د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې پر ټولو توپ‌اچونکو باچاهي کوي او لومړی ځای لري.

راشدخان د ملې لوبډلې او کلبونو لپاره د ۲۱۳ شل اوریزه سیالیو ترڅنګ د ملې لوبډلې لپاره ۳ ټیسټ او ۶۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ سیالیو کې ۲۰ ویکټې او په یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۱۳۱ ویکټې اخیستي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي