رسنۍ

راشدخان ۲۲ کلن شو؛ د هغه لوبیز ژوند ته مو کتنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان نن ۲۲ کلن شو، چې پر ټولنیزو رسنیو ورته ګڼو هیوادوالو د کلیزې مبارکې ویلې.

راشدخان ارمان په ۱۹۹۸م کال کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی.

افغان کرکټ بورډ هم پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې افغان لوبغاړي راشدخان ته د کلیزې مبارکې ویلې او د کرکټ نړیوالي شورا په درجه بندۍ کې یې د هغه د لومړي ځای نیولو ستاینه کړې ده.

د راشدخان د لوبو پيل

راشدخان ارمان په ۲۰۱۵ م کال کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې سره یوځای شو او له هغه راهیسي د کرکټ نړۍ ته د یوه بل نامتو کرکټر نوم وراضافه کړل شو، چې اوس د هر مینوال پر خوله حتمن د راشدخان ارمان نوم وي.

د راشد لوبې

راشدخان ارمان تر دې دمه ۴ ټیسټ، ۷۱ یو ورځنۍ او ۲۲۱ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي، چې په ټیسټ لوبو کې یې ۲۳، یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۳ او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۳۰۷ ویکټې اخیستې دي.

هغه د توپ‌اچونې ترڅنګ ښه توپوهنه هم کړې، چې په څلورو ټیسټ لوبو کې یې تر دې دمه ۱۰۶، په ۷۱ یو ورځنیو لوبو کې ۹۰۵ او په ۲۲۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۹۳۹ منډې جوړې کړې دي.

د ټیسټ سیالیو په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۵۱، یو ورځنیو لوبو کې ۶۰ ناسوځېدلې او شل اوریزه لوبو کې بیا ۵۶ ناسوځېدلې منډې دي.

راشدخان په نړیوالو لیګونو کې

راشدخان ارمان د افغان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ د ګڼو هیوادونو په کورنیو تجارتي سیالیو کې لوبېدلی، چې یادو لیګونو کې ډېر ښه ځلېدلی.

هغه د هندوستان، بنګله دېش، ویسټ انډیز، اسټرالیا، انګلستان او سویلي افریقا په کورنیو کرکټ لیګونو کې د بیلابیلو لوبډلو سره لوبې ترسره کړې دي.

د نورو لیګونو خلاف راشدخان ارمان د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې ډېر مشهور شو.

هغه او بل افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل اوس په متحده عربي اماراتو کې د خپلې لوبډلې حیدارباد سره دي، تر څو سږ کال هم په یاد لیګ کې د خپلې لوبډلې سره ولوبیږي.

د هند آی پي ایل سیالۍ پرون پيل شوې، چې حیدراباد به خپله لومړۍ لوبه سبا د دوشنبې په ورځ د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې سره ترسره کړې.

د راشدخان کارنامې

راشدخان د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې هغه مخکښ سلو توپ اچونکی دی، چې په دېر کم عمر کې یې په ټولي نړۍ باندي ځان وپېژانده.

هغه د نړۍ تر ټولو کم عمره توپ ‌اچونکی شو، چې په کمو  شل اوریزه لوبو کې یې درې سوه ویکټې پوره کړې.

په یو ورځنیو لوبو کې یې تېزي سل ویکټي هم اخیستې دي.

په ټیسټ کرکټ کې د نړۍ تر ټولو ځوان لوبډلمشر تېر شوی.

د دې ترڅنګ د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې د نړۍ لومړی نمبر توپ‌اچونکی دی، چې په دې سره پر ټولو توپ‌اچونکو باندي باچاهي کوي.

د راشدخان نوم په مشهوره کتاب ګینس کې هم لیکل شوی، چي دا یوازي د ده لپاره نه؛ بلکې د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ خبره ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ