سپورټ نړیوال کرکټ

د راشدخان په ورتګ سره د ډوربېن هیټ لوبډلې هیلې راتازه شوې

د افریقا په مزانسي کرکټ لیګ کې افغان لېګ برېک بالر راشدخان ارمان ښه وځلېد.

راشدخان د جمعې په ورځ د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د جوزي سټارز لوبډلې پر وړاندې خطرناکه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې د خپلې توپ اچونې ښکار کړل.

راشدخان ارمان د عربي متحده اماراتو له لس اوریز لیګ څخه وروسته سملاسي افریقا ته ولاړ، هلته له ډوربېن هیټ لوبډلې سره ودرېد.

راشدخان په ۲۳ مه لوبه کې ولوبېد، ډوربېن لوبډلې جوزي سټارز لوبډلې ته ۱۲۹ منډې هدف ورکړی و.

راشدخان د توپ وهنې په برخه کې ۳ منډې وکړې.

خو خان بیا د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېد، په ۴ اورونوکې یې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې.

جوزي سټارز لوبډلې په شلم اورکې ځان هدف ته ورساوه او لوبه یې په یوه وېکټ له هیټ لوبډلې وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی د سټارز لوبډلې لوبډلمشر ډېن ویلاس اعلان شو، هغه په خورا سخت حالت کې خپلې لوبډلې ته ۴۳ منډې وکړې.

راشدخان په داسې حال کې له ډوربېن لوبډلې سره ملګری شو، چې لوبډله یې په لویدلي حالت کې ده.

د راشدخان دوی لوبډلې په ۸ لوبوکې شپږ بایللي، یوه یې ګټلې او یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.

په مزانسي لیګ کې ۶ لوبډلې لوبېږي، چې د ډوربېن هیټ لوبډله د نومرو په جدول کې وروستی ځای لري.

په دغه لیګ کې یواځې همدا یو افغان لوبغاړی لوبېږي او په لومړۍ لوبه کې نږدې وه، چې خپله لوبډله په بریا ونازوي.

راشدخان په ټي ټېن لیګ کې د مرتا عربیئنز لوبډلې له خوا په لوړ قېمت اخېستل شوی و، هغه په دغه لیګ کې په ۸ لوبوکې ۱۶ اورونه وکړل، ۱۸۴ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې، په ټي ټېن لیګ کې د راشدخان دوی لوبډلې څلورم مقام تر لاسه کړ.

د افریقا کرکټ لیګ کې د راشدخان دوی دوه لوبې نورې هم پاتې دي، ۲۷ مه لوبه د ډېسمبر په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کوي او ۳۰ مه لوبه د ډېسمبرپه ۱۲ مه نېټه ټي شوېن سپرټن لوبډلې سره کوي.

دا دواړه لوبې که راشدخان دوی وګټي دوهم پړاو ته یې چانس موندل کېږي.

د مزانسي لیګ لوبډلې او مقامونه:

کپټاون بلېټز لوبډله په دغه لیګ کې ۳۰ نومرې لري، ۹ لوبوکې یې ۶ ګټلي دي او د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري.

جوزي سټارز لوبډله ۲۴ نومرې لري، په ۸ لوبوکې یې ۵ ګټلي دي او درې یې بایللي دي دوهم مقام کې ده.

نېلسن منډېلا لوبډله ۲۱ نومرې لري، دریم مقام یې خپل کړی دی، ۸ لوبوکې یې ۴ ګټلي، ۲ یې بې پایلې شوي او دوه لوبې یې بایللي دي.

پارل راکس لوبډله ۱۳ نومري لري، ۸ لوبوکې یې ۳ ګټلي او ۵ یې بایللي دي او د نومرو په جدول کې څلورم مقام کې ده.

ټي شوېن سپرټن لوبډله ۱۲ نومرې لري، ۷ لوبوکې یې ۳ ګټلي او ۴ یې بایللي دي او د نومرو په جدول کې پنځم ځای لري.

او د ډوربېن هیټ لوبډله چې راشدخان هم ورسره لوبېږي، ۶ نومرې لري په ۸ لوبوکې یې یوه لوبه ګټلې، شپږ یې بایللي او یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.

دا لوبې د نومبر په ۱۶ مه نېټه په افریقا کې پیل شوي دي او د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه پای ته رسېږي.

په دغو لوبوکې د یوې لوبې په بریا سره ګټونکې لوبډلې ته ۴ نومرې ورکول کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې