مارچ 3, 2021

افغان لوبغاړي راشدخان هم د پاکستان په سوپرلیګ کې خورا ښه پیل وکړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د پاکستان د کرکټ شپږم پړاو سوپرلیګ د تیرې شنبې په ورځ پیل شو، چې پرون ماپښین یې په دویمه لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې په څلورو ویکټو پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه.

 

د یادې لوبې حال

 

لومړی توپوهنه پېښور زلمي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې وکړې او لاهور قلندرز لوبډلې ته یې د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه.

 

کله چې لاهور قلندرز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۳ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په څلورو ویکټو یې بریا خپله کړه.

 

 

 

 

یاده لوبه کې د افغان لوبغاړو کارګردګي

 

د پاکستان سوپرلیګ په دویمه لوبه کې د لاهور قلندرز لپاره راشدخان او د پېښور زلمي لپاره بیا مجیب ځدران ولوبېد.

 

راشدخان ارمان په یاده لوبه کې هم زبردسته توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه، چې په توپ اچونه کې یې څلور اورونه وکړه او یوازې یې ۱۴ منډې ورکړې؛ خو ویکټ یې وانه خیسته. بل پلوه په توپوهنه کې یې بیا په ۱۵ توپونو ۲۷ منډې وکړې.

 

 

 

مجیب ځدران بیا په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته.

 

تر دې مخکې ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې د شنبې په ورځ د کراچي کینګز لپاره محمدنبي ښه ځلېدلی و، چې په ۱۴ توپونو یې ۳۰ منډې وکړې.

 

د نن لوبه او پکې افغان لوبغاړي

 

د پاکستان سوپرلیګ په څلورمه لوبه کې نن ماښام ۶:۳۰ بجې لاهور قلندرز او کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره لوبیږي.

په لاهور لوبډله کې راشد او کویټه لوبډله کې بیا قیس احمد شتون لري.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي