راشد: په PSL لیګ کې زما لوبېدل، د پاکستان او افغانستان اړیکي پراخوي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ‌اچونکي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې زما لوبېدل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي پراخوي.

راشدخان چې د پاکستان په سوپرلیګ کې د لاهور قلندر لوبډلې برخه‌وال دی او تازه یې د یادي لوبډلې سره تمرینونه هم پیل کړي، پورته څرګندونې یې په یوه ویډيویي مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي:

«هغه افغان لوبغاړي، چي په پي ایس ایل کې لوبیږي، دا دوی لپاره یو غوره فُرصت دی، ترڅو راشي له غوره لوبغاړو سره سیالۍ وکړي. د پاکستان په سوپرلیګ کې زما لوبېدل د افغانستان لپاره ګټه کوي ا د افغانستان او پاکستان ملې بورډونو ترمنځ اړیکي ښې او پراخوي.»

 

 

د پاکستان سوپرلیګ

 

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او له هغه وروسته بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې.

د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې.

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو څو ورځې مخکې راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، حضرت‌الله ځاځی، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

۱ـ کراچي کینګز لوبډله کې: نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال.

۲ـ پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلام‌خېل، حضرت‌الله ځاځی.

۳ـ ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمن‌الله ګربز.

۴ـ لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.

۵ـ کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.

 




وروستي مطالب