راشدخان او مجیب ځدران د ملې لوبډلې سره تمرینونه پیل کړل

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوه تنه نامتو لوبغاړي راشدخان او مجیب ځدران له اسټرالیا څخه متحده عربي اماراتو ته له رسېدو وروسته د ملې لوبډلې سره یوځای شول.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي، ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو لوبو ته په چمتوالي بوخته ده، چې د ملې لوبغاړو سره په انځورونو کې راشد او مجیب هم لیدل کیږي.

تر محمدنبي وروسته تېره اونۍ راشدخان ارمان او مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خپلې وروستۍ لوبې وکړې او له ملې لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه یې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
محمدنبي، راشدخان او مجیب درې واړه بیګ باش لیګ کې خورا بریالي ولوبېدل.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلینډ په وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې په لوبډله کې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم اخیستل شوي

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو ... نور ولولئ