فبروري 27, 2021

مینوال راشد ته: پاکستان ته پخیر راشې، دا ستا دویم کور دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

پر ټولنیزو رسنیو یو جالیبه انځور خورا زیات لاس پر لاس شوی، چې پکې د پي ایس ايل لوبو په مهال یوه مینوال د راشدخان انځور لوړ په لاس پورته کړی او لیکلي یې دي، چي پاکستان ته پخیر راشې، دا ستا دویم کور دی.

 

 

 

که څه هم افغانان د پاکستان په سوپرلیګ کې د افغان لوبغاړو پر لوبېدو چندان خوښ نه دي، خو بل پلوه بیا پاکستانیان دا یو ویاړ بولي، چې د افغان کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي یې په لیګ کې لوبیږي.

 

د یاد لیګ تر پیل مخکې راشدخان ویلي وه، خوښ دی چې د پاکستان په سوپرلیګ کې لاهور قلندرز لوبډلې اخیستی.

هغه ویلي وه، د لومړي ځل لپاره په دې لیګ کې لوبېدل به ورته لویه تجربه وي.

 

راشدخان د پاکستان په سوپرلیګ کې

 

راشدخان تر دې دمه د پاکستان په سوپرلیګ کې دوې لوبې کړي، چې دواړو لوبو کې خورا ښه ځلېدلی.

 

راشدخان ارمان په لومړۍ لوبه کې هم زبردسته توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه، چې په توپ اچونه کې یې څلور اورونه وکړه او یوازې یې ۱۴ منډې ورکړې؛ خو ویکټ یې وانه خیسته. بل پلوه په توپوهنه کې یې بیا په ۱۵ توپونو ۲۷ منډې وکړې.

 

په دویمه لوبه کې یې بیا څلور اورونه وکړه، ۳۰ منډې یې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب