مارچ 8, 2021

راشدخان؛ ورور مې راته مسیج وکړ، چې ممبيي لوبډله یې پېري

Advertisements

یاران سپورټس
راشدخان په ۲۰۱۷م آی پي اېل کې د ده د اخیستلو په تړاو کیسه کړې ده.
هغه جټېن سپرو سره د انسټګرام چټ کې ویلي، چې ۲۰۱۶م کې د آی پي اېل بولي لپاره خبرې روانې وې او د ۲۰۱۷م آی پي اېل لپاره لوبغاړي اخیستل کېدل.
راشدخان وایي په ۲۰۱۷م کې یې دوه هغه ټویټونه هم ډېر وخت ساتلي وو، چې د ده په هکله پخواني هندي کرکټ لوبغاړي اکاش چوپړا او انګلستاني مایکل وافګن کړي وو.
اکاش چوپړا لیکلي وو، چې ځوان راشدخان خورا غوره لوبغاړی دی او مایکل وافګن بیا لیکلي وو، چې د افغانستان راشدخان بولي کې مه هېروئ.
راشدخان وایي ده دا ټویټونه ډېر وخت ساتلي وو او هره ورځ به یې کتل او زړه به یې پرې ټکوراوه.
د راشدخان خبره د ټویټونو په کتلو بوخت و، چې ورور یې ورته خبر وکړ، چې ۲۰۱۷م آی پي اېل لپاره ممبيي لوبډلې کار روان کړی، چې وې یې پېري.
د راشدخان اخیستل او آی پي اېل کې یې لوبېدل
د راشدخان د اخیستلو پر سر ۲۰۱۷م کې د لوبډلو د مالکانو مقابله وه، د پنجاب لوبډلې مالکې او فلمي ستورې پریټي زېنټا او د حیدر اباد لوبډلې د مالک مقابله وه، چې بالاخره د حېدراباد لوبډلې په ۹ کروړه هندي کالدارو واخیست.
د راشدخان ځلېدل او لومړۍ ای پي اېل لوبه یې
په لومړي سرکې راشدخان په ۷ لوبو کې ۱۱ وېکټې د حیدراباد په ګټه وغورځولې، چې په دې کې د مکالم، اېرون فېنچ او سورېش رېنا سترې وېکټې شاملې وې.
۲۰۱۸م بولي کې د راشدخان قېمت ۹ کروړه هندي کالدارو ته پورته شو او د ۲۰۲۰م آی پي آېل کې هم په ۹ کروړه هندي کالدارې بیا رېټېن یا اخیستل شوی دی.
په ممبيي لوبډله کې مهیلا جایاورنی د دې لوبډلې روزونکي ډېره هڅه کوله، چې راشدخان وپېري، خو نصیب د حیدراباد لوبډلې و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ