سپورټ کرکټ

راشدخان په ۴ کلونو کې ۲۶۹ وېکټې اخیستې دي

سپورټ یاران

د سنرایزرز حېدر اباد لوبډلې د مسوولینو له قوله کرېک اېنفو وېبپاڼې لیکلي، چې راشدخان د دوی یو کلیدي سپېن توپ اچوونکی دی.

د دوی په خبره خان د آی پي اېل په تېرو پړاوونوکې د ښه ځلېدلو سربېره، د خپلې لوبډلې او نورو سوداګریزو لیګونو پرمهال ښه ځلېدلی او ډېرې وېکټې یې اخیستې دي.

کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، چې راشدخان په ۲۰۱۷ کال کې ۵۶ شل اوریزې لوبې کړي، ۲۱۳ اورونه ترسره کړي، ۸۰ وېکټې یې اخیستي او ایکانومي یې ۵ اعشاریه ۵۳ دی.

۲۰۱۸ کال کې یې ۶۱ شل اوریزې لوبې کړي، ۲۳۳ اعشاریه ۵ اورونه یې ترسره کړي، ۹۶ وېکټې یې اخیستي او ایکانومي یې ۶ اعشاریه ۳۵ ده.

د ۲۰۱۷ کال په پرتله یې ۲۰۱۸ کې لوبې زیاتې کړي، اورونه یې هم ډېر کړي، وېکټو کې یې زیاتوالی شته؛ خو ایکانومي یې خرابه شوې او کابو یوه منډه یې زیاته ورکړې ده.

په ۲۰۱۹ کې یې ۵۶ شل اوریزو لوبو کې توپ اچونه کړې، ۲۱۲ اورونه یې کړي، ۶۵ وېکټې یې ترلاسه کړي او ۶ اعشاریه ۸۷ ده.

په دې کال کې یې وېکټې هم کمې اخیستي او ایکانومي یې نوره هم لوړه شوې ده.

دا چې ۲۰۲۰ کال کې د کورونا ویروس له امله لوبې تر ډېره وځنډول شوې؛ خو بیا هم راشدخان د لوبو په کولو سره د وېکټو اخېستلو هڅه کړې ده.

۲۳ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۷ اعشاریه دوه اورونه کړي، ۲۸ وېکټې یې اخیستي او ۶ اعشاریه ۷۴ یې ایکانومي ده.

راشدخان او شل اوریزو لوبو کې یې د پام وړ ایکانومي

د حېدراباد لوبډلې غړي وایي، چې په شل اوریزو لوبو کې د وېکټو اخېستلو ترڅنګ ایکانومي ساتل او د کمو منډو ورکولو په صورت کې اورونه پای ته رسول د غوره بالر ځانګړنې دي.

په تېرو څلورو کلونوکې راشدخان داسې توپ اچونه کړې، چې ایکانومي یې له شپږو د اوو خانې ته نه  ده پورته شوې.

اوس د حېدراباد کرکټ لوبډلې روزونکي ټام مودي ویلي، چې سپېن توپ اچونه کې په راشدخان تکیه کېدای شي؛ خو چټکه توپ اچونه کې بونېشور کومار، سېدرت کول او سندیپ شرما لرو.

بېلي سټنلېک هغه څوک دی، چې هغه په تېر پړاو اسټرالیا یا بېګ باش لیګ کې یې یواځې ۴ وېکټې اخیستي.

د مودي په خبره په تېر پړاو آی پي اېل کې بېزل تمپي او سیدرت کول هم قیمتي تمام شوي دي.

د دوی هر یوه ایکانومي هر اوور کې ۹ ده.

د دوشنبې په ورځ په آی پي اېل کې د راشدخان دې اړوند لوبډلې حېدراباد او بنګلور لوبه ده.

RRRRR.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ