فبروري 26, 2021

راشدخان وایي نوي لوبغاړي چې د افغانستان ټیم ته راځي باید ښه فېټنېس ولري

د افغان لوبډلې نوي لوبډلمشر او د افغانستان پیاوړي لوبغاړي راشدخان ارمان له کرېک اېنفو وېب پاڼې سره کړې مرکه اوس د کرکټ نړیوالې شورا رااخېستې ده.
د دې مرکې د لومړۍ برخې پښتو ژباړه یاران وېب پاڼه کې خپره شوې وه؛ اوس یې ځېنې نورې مهمې برخې درسره شریکوو.
په مرکه کې خان ملي لوبډلې ته د نوو لوبغاړو د جذب په شرط غږېدلی.
لوبډلمشر راشدخان ویلي لوبډلې ته د نوو لوبغاړو د راتګ لومړی شرط فېټنېس دی، له فېټنېس څخه مطلب په تمامه معنا د لوبې لپاره چمتووالی دی.
د کرکټ شنونکي بیا فېټنېس د یو لوبغاړي له خوا د کرکټ له اصولو او د نړیوالو لوبو د تقاضا مطابق په زړه پورې ډګرساتنه، ښه په اعلی سویه تخنیکي او د لوبې حالت ته په کتو توپ وهنه، پرته له ستونزې او فشار توپ اچونه او د لوبې لپاره فزیکي او ذهني شتون فېټنېس دی.
افغان لېګ برېک بالر هم دا وایي که یو لوبغاړی په دغو شرایطو برابر وي؛ هغه بیا کولای شي، چې ملي لوبډلې ته راشي او ښه کارکرده ګي له ځانه وښيي.
په نوره نړۍ کې لوبډلو ته د نوو لوبغاړو جذب یو لړ پړاوونه لري، لومړی پړاو د لوبغاړي د ۱۴ کلنۍ له عمره پېلېږي، دا مهال لوبغاړی د ښوونځي د زده کړو ترڅنګ مسلکي کرکټ د کرکټ په اکاډومیانو کې زده کوي، هلته د کرکټ اړوند حرکات او تخنیکونه زده کوي.
له زده کړو وروسته ورته د سکول لېول یا ښوونځي په کچه د لوبو زمینه برابرېږي، په دې لوبوکې چې لوبغاړی ښه وځلېږي بیا ورته د انډر سیوینټین یا له ۱۷ کلنۍ ښکته لوبډله کې ځای ورکوي، کله چې په دې لوبو کې ښه وځلېد بیا ورته په ۱۹ کلنو لوبډله کې ځای ورکوي او کله چې په ۱۹ کلنو کې په کور دننه او بهر سیریزونو او ۱۹ کلنو جام کې وځلېږي، نو بیا یې ملي لوبډله کې ځای حتمي دی.
دا سیسټم په اسټرالیا کې د ښوونځي له دورې پېلېږي؛ په هندوستان کې هم اسټرالیا ته ورته یو سیستم دی او د نړۍ په نورو ډېری هېوادونو کې په اکاډومیانو او داخلي کرکټ تکیه زیاته ده.
مونږ او تاسې ګورو چې د اسټرالیا او هندوستان لوبغاړي د نړۍ په کچه ډېرې وړتیاوې لري، ښه توپ وهونکي ډېری وخت د هندوستان په هېواد کې رابرسېره کېږي او کله چې د چټکو توپ اچوونکو خبره شي بیا پکې اسټرالیا نوم ګټلی وي.
هندوستان کې مخکې د ټېنډولکر نوم و، چې نوم به یې د کرکټ په تاریخ کې په ځلاندو کرښو لیکل شوی وي او تر کلونو، کلونو به یې کیسې ژوندۍ وي.
په اسټرالیا کې د شېن وارن، برېټ لي او اوس مهال د مېچل سټارک نومونه د سپېن او فسټ بالرانو په توګه یادولای شو.

په نورو هېوادونوکې هم یو نیم استثنایي لوبغاړی پېداکېږي، لکه په افریقا کې ای بي ډیویلیرس، په ویسټ انډیز کې کرېس ګېل، په انګلستان کې اوسمهال جېسن رای او جاني بېرسټو په نیوزیلېنډ کې کېن ویلیمسن په پاکستان کې بابراعظم، په افغانستان کې راشدخان او یا هم رحمت شاه زرمتی، هغه لوبغاړي دي، چې وړتیاوې یې شته؛ خو د اسټرالیا او هندوستان په څېر نورو هېوادونو کې ډېر ځلانده لوبغاړي وجود نه لري.
یعنې د ښو لوبغاړو په پېداکېدوکې اسټرالیا او هندوستان نمبر وړی او علت یې دا دی، چې دوی داخلي کرکټ پیاوړی کړی او لوبغاړي د وړتیا پر بنسټ لوبډلو ته ورکوي.
دلته ننګرهار چې په افغانستان کې د معاصر کرکټ کور بلل کېږي، په اکاډومیو او ښوونځیوکې خورا
با استعداده ځوان او تنکي لوبغاړي لري، که دوی ته په ټریلونو یا ازموینو کې وخت ورکړل شي او ټرېل په روڼ ډول واخېستل شي، لرې نه ده، چې زمونږ کرکټ به په نړۍ یو ځل بیا راج پیل کړي؛ خو د لوبغاړو د جذب پروسه باید شفافه شي، له سیاست او فساد څخه رابهر شي؛ نو کرکټ لوبډلې به په نړۍ وځلېږي.
د کرکټ لپاره په ختیځ زون، جنوب ختیځ زون او مېس عېنک زون کې پوره وړتیاوې او هستۍ شته؛ خو وخت ورکول پکار دي.