فبروري 28, 2021

په میدان کې له پاکستاني مینوالو سره د راشدخان مخ کیدل؛ یوه پوښتنه یې هم ورځواب کړه

د شنبې په ورځ کله چې پاکستان له افغان لوبډلې لوبه وګټله، نو راشدخان د لارې په اوږدو کې د پاکستاني مینوالو له جوپې سره مخ شو، هغوی له راشدخان سره له ډېرې مینې انځورونه وویستل او سیلفي تصویرونه یې ورسره واخېستل.
پاکستاني مینوالو له راشدخان څخه پوښتنه وکړه، چې ایا ته په د پاکستان په سوداګریزو کرکټ سیالیو یا پي ایس ایل کې لوبېږې؟
راشدخان ځواب ورکړ؛ هو زه غواړم چې د پي ایس ایل په پنځم پړاو سیالیو کې ولوبېږم.
راشدخان د افغان لوبډلې یو پیاوړی بالر دی، د نړۍ په کچه مشهور دی او د نړۍ په کچ مینوال هم لري.
انګلستان، اسټرالیا، افریقا، ویسټ انډيز، نیوزیلېنډ، هندوستان او نورو ځایونو کې یې مینوال خورا زیات دي؛ په همدغو ځایونو کې یې مبصرینو توپ اچونه او فطري وړتیا ستایلې.
خو اوس نړیوال په دې ډېر زیات حېران دي، چې راشدخان له نړیوال جام وړاندې ۴ کلنه کرکټ کارکرده ګۍ کې ډېر مثبت و، خو په نړیوال جام کې یې د توپ اچونه جادو درست کار نه کوي.

هغه تر دې دمه په اتو لوبو کې لس وېکټې هم نه دي پوره کړي او ایکانومي یا اوور اوسط منډې یې هم لوړې شوي دي، له نړیوال جام وړاندې هغه په ۳ اعشاریه صفر ۳ ایکانومي توپ اچونه کړې وه او اوس یې ایکانومي له شپږو بره ده.
افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب پاکستان سره له لوبې مخکې ویلي وو، چې نن د راشدخان ورځ  ده؛ خو د توقع خلاف ډیر ونه ځلېده.
لوبه هغه وخت لا کاواکه شوه، کله چې پاکستان ته په ۱۲ توپونو ۱۶ منډې پاتې وې او وهاب ریاض د راشدخان دوهم توپ د شپږیزې لپاره ولوباوه.
اوس راشدخان په مثبت ځواب سره پاکستاني مینوال خوښ کړي؛ خو اسیا جام کې راشدخان د ګوتې په ښورولو سره ډېری پاکستانیان غوسه کړي وو.