اپریل 11, 2021

راشدخان په ۵ کلونو کې د لسيزې سيالانو ته ماته ورکړه

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
راشدخان د پياوړو لوبغاړو په شتون کې د شل اووريز کريکټ د لسيزې ايوارډ وګټی.
که څه هم د کريکټ په نړۍ کې پياوړي لوبغاړي شتون لري خو په شل اووريز کريکټ کې راشدخان تر ټولو منل سوی کريکټر دی.
کريس ګېل،اې بي ډيولرز،ويرات کوهلي،لاسيت ملينګا، روهيت شرما او عمران طاهر په شل اووريز کريکټ کې د وروستۍ لسيزي هغه څېري دي چې د راشدخان سره په يوه کټګورۍ کې د ايوارډ لپاره نوماندان وه،خو د دوی ټولو په شتون کې راشدخان د لسېزې د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.

دا کريکټران چې موږ يې نومونه ذکر کړي اکثريت يې تر ۲۰۱۰ز مخکې د کريکټ نړۍ ته راغلي چې ځيني يې تقاعد سوي او يو شمېر نور يې د تقاعد په درشل کې دي ،خو راشد بيا د همدې لسېزې په نيمايي کې نړيوال کريکټ تر راغلی او پخپل دې ۵ کلن نړيوال مسلک کې يې خپله وړتيا وښودله ، د افغانستان بيرغ يې د نړۍ په هر کونج کې ورپوی او لاهم لګيا دی.
راشدخان په عمر کشر دی، د جنګ ځپلي افغانستان اوسېدونکی دی خو د نړۍ په پرمختللو هيوادونو کې په ميليونونو مينوال لري او هر څوک يې د مخامخ ليدو تمه لري.
د افغانستان کريکټ، د کريکټ د نړيوالې شورا نورو پوره غړيتوب هيوادونو په نسبت کمه مخئينه لري، اسټراليا،انګلستان،هندوستان،پاکستان او ځيني نور هيوادونه پېړۍ کېږي چې کريکټ کوي خو بياهم شل اووريز کريکټ کې افغان لوبډله ښه نوم لري.
يوازې دا نه چې راشدخان د لسيزې د غوره لوبغاړې جائزه ګټلې،ددې ترڅنګ د شل اووريز کريکټ د لسيزې په غوره لوبډله کې هم راغلی دی.

د کريکټ د نړۍ په اوسنيو پياوړو توپوهونکو کې شايد هيڅ داسې لوبغاړي پيدا نسي چې راشدخان په نړيوالو يا هم سودا ګريزو لوبو کې نه وي سوځولی.
راشد په تېره لسيزه کې په ۱۲،۶۲ اوسط سره ۸۹ ويکټې په ۶،۱۴ ايکانومۍ کې اخيستي چې دا په نړيوال شل اووريز کريکټ کې د روانې لسيزي په جريان کې تر ټولو ډېري ويکټې دي.
راشد په شل اووريز کريکټ کې هيټريک کړی،نه ماتېدونکې ريکارډونه جوړ او مات کړي،همدارنګه په ويزډن معتبر کتاب کې يې نوم هم ثبت سويدی.

راشدخان د لسيزې د غوره لوبغاړي جائزې لپاره د کريکټ پوهانو،کريکټ نړيوالې شورا،د کريکټ مبصرينو او خبريالانو له لورې انتخاب سويدی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

لیکوال: بشر درویش - برخه : افغانستان

Advertisements ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې ... نور ولولئ